ورزش

ابو ظبۍ شل اوریزو لیګ کې د بوست ډیفنډرز لوبډلې بریا خپله کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ تلې، ۱۳۹۷ل): د ابو ظبۍ په شل اوریزو لیګ لومړۍ سیالۍ کې چې د افغانستان بوست ډیفنډرز او د نیوزېلنډ آکلینډ اسیس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په کې بوست ډیفنډرز د سیال لوبډلې پر وړاندې بریا خپله کړه.

د افغانستان شپږیزه لیګ څخه د بوست ډیفنډرز لوبډلې په ګډونولی د افغانستان لوبډلې څخه حشمت الله شهیدي، نور الحق ملکزی، یونس احمدزی او یامین احمدزی شامل و، چې شهیدي یوه منډه، نور الحق ۲۹ او یونس احمدزي ۱۹ منډې جوړې کړې، یامین احمدزی په کومه ویکټه اخیستلو بریالی نشو.

په دغه سیالۍ کې د بوست لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې د کولن انګرام په زړه پورې ۸۴ ناسوځېدلو منډو او د نور الحق ملکزي چټکو ۲۹ منډو سیال لوبډلې ته په ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو د ۲۰۶ منډو هدف وټاکه، چې په ځواب کې د آکلینډ اسیس لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۰ منډې جوړې کړې.

له بل پلوه په یاد لیګ کې د پاکستان غوره لیګ څخه د لاهور قلندرز لوبډلې د انګلستان له ویټالټي بلاسټ یورکشایر وایکنګز څخه د ۶ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه، په دغه سیالۍ کې مشهور لوبغاړي عمران نذیر او عبد الرزاق هم شامل وو.

د یادونې وړ ده چې پاد لیګ په ابو ظبۍ شیخ زید لوبغالي کې د اکتوبر میاشتې په ۴مه نېټه پېل شو چې تر ۷مې به دوام کوي، په دغه لیګ کې د سویلي افریقا (ملټیپلي ټایټنز) پاکستان (لاهور قلندرز)، نیوزېلنډ (اکلینډ اسیس)، انګلستان (یورکشایر وایکنګز)، استرالیا (هوبارټ هوریکنز) او افغانستان (بوست ډیفنډرز) لیګونو لوبډلې شاملې دي چې د ځینو ملي لوبغاړو په ګډون په کې نور داخلي لوبغاړي شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x