ورزش

نولس کلنو اسیا جام: افغانستان نیمه پایلوبه کې له سرېلنکا څخه ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ تلې، ۱۳۹۷ل): د نولس کلنو اسیا جام سیالیو نیمه پایلوبه کې د افغانستان نولس کلنو او سرېلنکا نولس کلنو ځوانانو لوبډلې مخامخ شوې وې چې د سرېلنکا لوبډلې د افغانستان لوبډلې ته د ۳۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په یاده سیالۍ کې لومړی د سرېلنکا ۱۹ کلنو توپوهنه وکړه چې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو یې په ۵۰ اورونو کې ۲۰۹ منډې جوړې کړې، د افغانستان لخوا عبد الرحمن ۳، عظمت الله، قیس احمد، عابد محمدي او سمیع الله جواد ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

په ځواب کې د افغانستان لوبډلې ښه پېل وکړ، خو د رحمن الله ګربز ویکټې غورځېدو نه وروسته یې هیڅ لوبغاړی ونه توانېد په سمه توګه توپوهنه وکړي، عظمت الله چې په تېرو څو سیالیو کې ښه لوبه کوي ناوخته په اووم نمبر توپوهنې ته ښکته شو، په پای کې افغانستان په ۴۸.۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۸ منډې جوړې کړې.

ددوی لخوا لوبډلمشر ګربز ۴۶، بسیر خان ۲۷ او اجاز ۳۷ منډې جوړې کړې، د سرېلنکا لخوا ششیکا دولشان ۴ ویکټې ترلاسه کړې.

د نولس کلنو اسیا جام سیالۍ د اته لوبډلو په ګډون پېل شوي، چې افغانستان لوبډلې په ګروپي برخه کې نیپال او عربي اماراتو ته په ماتې ورکولو نیمه پایلوبې ته لار موندلې وه، له بل اړخه هند لوبډلې نیمه پایلوبه کې بنګلدیش ته له سختې لوبې وروسته په ماتې ورکولو هم پایلوبې ته وتلې چې دسرېلنکا سره به پایلوبه کې د یکشنبې په ورځ په ۷ اکتوبر مخ کیږي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان نولس کلنو ځوانانو په ۲۰۱۷م اسیا جام پایلوبه کې خپل سرسخت سیال پاکستان لوبډلې ته د ۱۸۶ په ستر توپير ماتې ورکړې وه، په دې سیالۍ کې پاکستان لوبډله د ۶۳ منډو په جوړولو سوځېدلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x