نړۍ

پاکستان: د مسلم ليګ مشر او پارلمان کې د اپوزيسيون ليډر شهباز شريف نیول شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳تلې، ۱۳۹۷ل): د پاکستان مسلم ليګ ګوند رييس، د پنجاب پخوانی اعلی وزير او ملي پارلمان کې د اپوزسيون ګوندونو مشر شهباز شريف د فساد په تور نيول شوی دی.

د پاکستان د احتساب ملي ادارې د اشيانه په نوم د کورونو جوړولو په پروژه کې د فساد له امله شهباز شريف نیولی، خو نوموړي پر ځای لګېدلي تورونه رد کړي دي.

د ملي احتساب ادارې په خپرې کړې خبر پاڼې کې ويلي، چې شهباز شريف يې په لاهور کې نیولی او سبا د شنبې په ورځ به د فساد ضد محکمې ته وړاندې شي.

د مسلم ليګ ګوند وياندې مريم اورنګزيب او نورو غړو د شهباز شريف نيول سياسي  انتقام او نا قانونه کار بللی دی.

مسلم ليګ ګوند ويلي، چې د ضمني ټاکنو پر مهال د شهباز شريف نيول په دې معنا دي، چې حکومت يو ځل په دغو ټاکنو کې د درغلۍ اراده لري او د شهباز شريف د سياسي فعاليت د مخنيوي لپاره يې هغه په داسې حال کې نیولی دی.

پارلمان کې د اپوزیسیون پيپلز ګوند مشر غړي خورشيد شاه د شهباز شريف په دې طریقه نيول د پارلمان د غړي توهین بللی دی.

د پاکستان حکومت يې د نيولو هرکلی کړی دی.

د پاکستان د مرکزي حکومت د اطلاعاتو او  کلتور وزير فواد چودهري ويلي، چې د فساد پر ضد د شهباز شريف نيول ښه ګام دی او زياته کړې يې ده، چې په دې اړه به نور تورن کسان هم ونيول شي.

د کور جوړونې اشيانه پروژه څه شی ده؟

د شبهاز شريف په مشرۍ د پنجاب حکومت په ۲۰۱۳ کال کې د لږ عايد لرونکو مامورينو لپاره د اشيانه هاوسینګ سکيم په نوم شپږ زره کورونه جوړ کړي او د شهباز شريف په حکومت کې دغه پروژه بشپړه شوه، خو اوسنی حکومت او د احتساب اداره وايي، چې شهباز شريف او ټيم يې په دې پروژه کې فساد کړی او بايد محاکمه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x