ورزش

شاهد افریدي افغانستان کې د پنځوس بستریز روغتون جوړولو ژمنه وکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ تلې، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ په نړۍ کې مشهور او نامتو لوبغاړي شاهد افریدي چې مشهور په «بوم بوم» دی، په افغانستان کې د خپل خیریه کارونو د پراخولو لپاره د پنځوس بستریز روغتون جوړولو ژمنه وکړه.

نن ورځ د افغانستان ملي لوبډلې تېر لوبغاړي کریم صادق او محمد شهزاد له شاهد افریدي سره ناسته درلوده، کریم صادق له شاهد افریدي سره د خپل خیریه بنسټ په اړه خبرې اترې وکړې.

په پای کې شاهد افریدي هم ومنله چې په افغانستان کې به هم خپلو خیریه کارونو ته دوام ورکړي او ددې لپاره به په دغه هېواد کې د پنځوس بستریز روغتون جوړ کړي.

شاهد افریدي اوسمهال په عربي اماراتو کې د افغانستان غوره لیګ سیالیو کې لوبېدو لپاره له خپلې لوبډلې سره یو ځای شوی او تمرینات یې هم ترسره کړل، چې اوس به د پکتیا پینترز لوبډلې لخوا د محمد شهزاد تر مشرۍ لاندې لوبیږي.

بوم بوم افریدي د افغانستان لوبډلې لپاره یاد لیګ ګټور وباله او زیاته یې کړه چې دغه لیګ به د نویو لوبغاړو په روزنه کې مهم رول ولري، نوموړي له افغان مینوالو غوښتي چې د یاد لیګ د لا کامیابولو لپاره لوبغالي ته ورشي.

په شپږیزو مشهور لوبغاړی افریدي د کریم صادق سره او محمد شهزاد سره په لیدنه کې د روغتون جوړولو سربېره د اوبو څاګانو کېندلو او د افغانستان غوره لیګ ټول ډیلي الاونس نغدي مرسته هم وکړي، او د کریم صادق خیریه بنسټ لپاره د مرستې راغونډولو په پار سیالۍ کې به هم ګډون وکړي.

د نړۍ مشهور لوبغاړي له استعفا ورکولو نه وروسته د خیریه کارونو ته مخه کوي، چې د افغانستان لخوا کریم صادق چې له تېرو دریو کالونو راهیسې د غریبو، اړمنو، کونډو، یتیمانو او بېوزلو سره د مرستې لپاره خیریه بنسټ پرانیستی، همدا ډول راشد خان هم په خپل نوم د بې وزلو او اړمنو کسانو لپاره د تعلیمي او اقتصادي مرستې لپاره خیریه بنسټ پرانیست.

موده وړاندې د پاکستان ټیسټ لوبې مشر مصباح الحق هم په خپل هېواد کې د کوچنیانو لپاره د زړه ناروغیو لپاره د روغتون جوړولو ژمنه کړې وه، ویل کیږي چې ددغه روغتون د جوړیدو چارې پېل شوي.

شاهد افریدي چې د نړۍ یو له سترو لوبغاړو څخه دی، له هر ډوله نړیوالو لوبو څخه استعفا ورکړې خو اوس هم د نړۍ په سترو لیګونو کې لوبیږي، نوموړی په افغانستان غوره لیګ کې د پکتیا لوبډلې د ایکن لوبغاړي په حیث نیولی، افریدي پاکستان کې د «هوپ ناټ اوټ» په نوم ستر خیریه بنسټ لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x