نړۍ

ټرمپ شاه سلمان ته: زه جدي يم، بايد نور ميلياردونه ميلياردونه ډالر راکړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳تلې، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د درېيم ځل لپاره د سعودي پاچا سره د ټيليفوني اړيکې په اړه يادونه کړې او زياتوي، چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز ته يې ويلي، چې د امريکايي پوځيانو د خدمت او دفاع په بدل کې بايد امریکا ته نور ميلياردونه ميلياردونه ډالر هم ورکړي.

ټرمپ په منيسوتا ايالت کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال د ملک سلمان يادونه وکړه او له هغه يې وغوښتل، چې امریکا ته بايد نور مال هم ورکړي.

امريکايي ولسمشر د خپلو پلويانو غونډې ته وويل: «موږ د شتمنو هېوادونو دفاع ا و ساتنه کوو، دوی موږ ته زموږ حق نه راکوي، څه چې راکوي ډېر لږ دي. موږ له دغو هېوادونو سره ښې اړيکې لرو، خو تاسې د سعودي مثال واخلئ. تاسې دا منئ، چې دوی ډېر مال لري؟ موږ د دغو مالونو ساتنه کوو، خو دوی يې موږ ته په مقابل کې ډېر لږ څه راکوي.»

ټرمپ وايي، چې ملک سلمان ته مې په جدي توګه وويلې، چې ډېرې پيسې لرې، خو زموږ د پوځيانو د خدمت او دفاع په مقابل کې ډېر لږ څه راکوې او بايد دا زيات کړې.

ټرمپ زياته کړه:«ما ښاغلي سلمان ته وويل: اې پاچا زه درنه مال غواړم. هغه راته وويل، چې ته جدي يې؟ ماورته وويل، چې هو بيخي زيات جدي يم. موږ دلته د ميلياردونو ميلياردونو ډالرو خبره کوو، د لږو نه.»

ډونلډ ټرمپ تر دې وړاندې هم څو دوه ځله په خپلو څرګندونو کې ويلي و، چې د سعودي پاچا ته يې ويلي، چې د خپلې الوتکې ساتنه هم نه شي کولی او که امريکا ورسره نه وي، ملک سلمان به خپل نظام دوه اونۍ هم ونشي ساتلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

عمر (رض) ويل : مونژ ته الله(ج) په اسلام عزت راكى ، كه مو اسلام پريشاوه ذليله به يو .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x