بیا به نه یې

رحمت الله منیب

اسمـــــــان پــورته زمکه لاندې بیا به نه یې
اوس دې خوښه چې څه کاندې بیا به نه یې

چې طوفــــــان دي خېمګۍ در ړنګه نه کړي
ټینګــــوه د عمل مـــراندې بیـــــــا به نه یې

چې تېــر شوي دي هغه خـــو اوس تېر شوي
پـــام کـــوه له دې نه وړانــــدې بیا به نه یې

دا مـــوقع ده ته په خپله پرېــــکړه وکــــــړه
کــــه ژړا کـــوې که خـــاندې بیـــــا به نه یې

په شعــــــرونو دې منیبــــه نظــــر ســـــــاته
ستــــا غـــــزلې دې لا تانــــدې بیــا به نه یې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د