نظــر

د سيد جمال الدين افغاني د يوې مقالې په هينداره کي زموږ اوسنی حال

عبدالمالک همت

کله چي علامه سيد جمال الدين افغاني رحمة الله علیه په ۱۸۸۳ ع. کال پاريس ته ولاړ. د هغه پخواني ملګري يعقوب سنا د خپل اخبار «ابونظاره» د ۱۸۸۳كال د فبرورۍ په ۲۹مه ګڼه كي د هغه يوه مقاله د “الشرق والشرقيين” (ختيځ او ختيځوال) تر سرليك لا ندي خپره كړه. د دې مقالې له خپرېدو څخه ۱۳۵ کاله تېر سوي دي. ما د ده له هغه کتاب څخه چي ما ژباړلی دی او د «سيد جمال الدين افغاني، اند او ژوند» تر سر ليک لاندي خپور سوی دی د دغي مقالې لاندي برخي را اخيستي دي. زه په ډېر درناوي سره تاسي د دغي مقالې لوستلو ته رابولم، بيا تاسي فکر وکړئ چي اوس ۱۳۵ کاله وروسته زموږ د ډېرو هيوادوالو حال په همدغه مقاله کي تر ياد سوی حال بدتر سوی نه دی؟

“… د ختيځ له برمه څخه د ټيټتيا په كندو كي د لوېدلو، د هغه پر اوسېدونكو باندي د لوږي او بې وزلۍ د واكمنۍ، په ټيټتيا او خوارۍ د اخته كېدو او پرديو ولسونو تر لاس لا ندي د راتلو سبب دا دى چي ختيزيانو د خپلو عقلونو له رڼا څخه مخ اړولى دى. له هغه څخه يې ګټه اخيستل پرې ايښي او خپل اخلاق يې خراب كړي دي. له دې امله دوى فكر كوي چي دوى ښايي د ځناورانو او څارويو په څېر ژوند وكړي. پر كومه خبره غور او فكر نه كوي. د خپلو كړو د شر او فساد څخه ډډه نه كوي. د ګټي په تر لاسه كولو كي له تاوان رسولو څخه لاس نه نيسي. د دوى پر عقلونو باندي خوب زور كړى دى. د هغو اندونه او خيالونه د خپل حال احوال له سمون څخه بې وسه سوي دى. د هغو سترګي هغه ټيټتياوي نه ويني كومي چي دوى يې خوار كړي دي. دوى په خپلو پښو ځانونه له منځه تللو ته نژدې كوي او د ټيټتياوو په كندو كي لوېږي. خپل ځانونه يې په هغو تيارو هيلو اخته كړي دي چي د دوى د لار وركوونكو وهمونو څخه ښكاري. دوى د هغو وهمونو او ناوړو اندونو پېروي كوي چي له هغه اړخه د دوى طبيعتو نه د ورانۍ لوري ته را كاږي. ترڅو چي ناورينونه او ويرونه د هغو ځانونه ونه ځپي، تر هغو د هغو احساس نه سي كولاى او چي دردو نه يې لېري سي، نو د څارويو په څېر هغه هېر كړي. دوى د خپلو پوچو دماغونو احساس نه سي كولاى او نه پر خپلو سترګو باندي د ناپوهۍ د پردو پر را غوړېدو پوهيږي. د ناپوهۍ او بې خبرۍ له بركته دوى يوازي دغه ژوند، ژوند ګڼي او د پسو او وزګړو په څېر خوراك او څښاك او تش ژوندي پاته كېدل ښه ژوند بولي. د نامه، د ياد تل پاته كېدو، د نوم ګټلو او وياړ چي كوم خوندو نه انسان ته ځانګړي سوي دي له هغو سره دوى هيڅ سروكار نه لري. دوى د كار په پايلو نه پوهيږي. وروستى تم ځاى نه ور معلومېږي. كوم څه چي له لاسه وركړي د هغه د بېرته تر لاسه كولو هڅه نه كوي. چي آفتونه او بدي پېښي د دوى پر شاوخوا را چاپيري سوي وي له هغو څخه د ځان ساتلو كوښښ نه كوي. نه په هغو ستونزو او سختيو پوهيږي چي مهال دوى ته ورپه برخه كړي دي. له دې امله دوى په خواري او رسوايي اخته سوي دي. خو د دوى په فكر كي لا نه ور ګرځي چي موږ خوار او ذليل يو. دوى مرييتوب او لمانځنه په خوښي مني او خپل تېر سترتوب او لوړتيا هېروي. د عقل له دغي لوړي څوكي څخه تر لوېدلو وروسته كوم چي انسان له هغه پرته څه عزت او درناوى نه سي تر لاسه كولاى پر هغو د موزيګي توب او بې غيرتۍ سيورى و غوړېږي. زړو نه له سختۍ او ظلم څخه تور سي. په هغو كي جفا او ناروا ځاى و نيسي. پر هغو باندي هغه عيب او ځان ليدل پرېوځي كوم چي هيڅ ارزښت او غوره توب نه لري. سره له دې چي ذلت د هغو په زړونو كي جرړي نيولي دي بيا هم دوى د كبر او لويۍ څرګندونه كوي، د بېلوالي او نفاق اور ته لمن وهي. ټګي او خيانت خپله دنده بولي او حسد او چوغلي خپل شعار ګڼي. سراښي (حرص) او تمه د هغو كالي او خباثت او بې حيايي د هغو د څرنګوالي نخښه ده. دوى په بې زړه توب او ډارنتوب نوم باسي او د ډېرو وړو هيلو په تر سره كولو لګيا وي. د بدني خوندونو په بشپړتيا كي ډوب وي او خپل ځان د څارويو له كړو وړو سره روږدوي. پر سستۍ او ګډوډۍ تكيه كوي او د موذي څارويو په څېر كېږي. د هغو غښتلي خپل بې واكه سره څيري او خوري او عزتمن د بې عزتو مريى كوي. دوى له خپلو هيوادونو سره خيانت او پر ګاونډيانو ظلم كوي. د بې واكو وګړو شته لا ندي كوي او ژمني او وعدې ماتوي. د خپلو هيوادونو پوپنا كېدو لپاره هڅي كوي او د پرديو مټي مزي او پياوړي كوي. دوى د بې ننګۍ او رسوايۍ څه پروا نه كوي. د هغو هغه څوك چي ځان ته عالم وايي په حقيقت كي ناپوه وي. د هغو امير ظالم او د عدالت قاضي خائن وي. دوى كوم لارښود نه لري چي د ژغورني لار ور وښيي. نه كوم پوښتونكى او سزا وركوونكى وي چي دوى د ورك لارۍ په كنده كي له لوېدو را وګرځوي. لنډه دا چي دوى ټوله د خپلو اخلاقو د ورانۍ او عقلونو د ويجاړۍ له امله د بې وزلۍ او له منځه تللو ښكارېږي.

اوس چي نو د ختيځوالو كوم حال وړاندي وويل سو هغه ته چي ځير سو په آسانۍ څرګندېږي چي دوى د عقل له لاري اوښتي دي او خپل ځانو نه يې په تل تر تله ذلت اخته كړي دي او د خپلي ناپوهۍ پايلو ته د پام نه كولو له امله په خپله د خپلو هيوادونو د ورانۍ لامل سوي دي. د دوى ملي پاچهۍ هم د بدو تدبيرونو له امله بې سېكه سوي او د دوى د جهالت او بدو عملونو په پايله كي په خپله د دوى په جوړ جاړي د دوى پر وطنونو دښمنان واكمن سوي دي….

….د ختيځوالو پر چارو چي تر اوسه څه كره كتني او څېړني سوي دي له هغو څخه څرګندېږي چي دې وګړو په سياست كي د هوښيارۍ لار نه ده غوره كړې او له خپلو عقلونو څخه يې ډېر لږ كار هم نه دى اخيستى او نه د خپلو كړنو پايلو ته ځير سوي دي. دوى خپل اوس او راتلونكي ته په ځيرو سترګو نه دي كتلي، بلكي د خپلو سرسري ګټو، په پام كي نيولو سره يې خپلي بدي راتلونكي او بنسټيزو ګټو ته پام نه دی اړولی او د بې لارۍ په ځنګله كي يې لاره وركه كړې ده. دوى په خپلو لاسونو خپل هيواد له خاورو سره خاوري كړ او په خپلو بدو تكلونو يې خپل ښارونه وران كړل او په خپلو ورانوونكو هڅو يې خپلو غاړو ته د پردو رسۍ ور واچولې.

د دوى د اولادونو د غاړي پور وو چي د خپلو پلرونو له هغه لګولي اور او د هغه له امله د را ولاړو سوو ستونزو او بخولو څخه پند واخلي او كه ځير سوي واى او له هغو بلاوو څخه يې ځانونه ژغورلي واى، د يووالي هڅي يې كړي واى او له بېلتون او سره تيتېدو څخه يې ډډه كړې واى، په وهمونو او خطرونو كي به سر بداله نه واى.

خو له بده مرغه چي داسي و نه سوه. دوى هم د هغو د پلو پر كرښو رهي سوي دي، د هغو تېروتني يې خپلي كړي، له عقل او لارښووني څخه يې مخ اړولى او د حق او د هغه له اغېزو څخه ناګاره دي. امانت په دوى كي له منځه تللى او خيانت پكښي دود سوى دى. د ميني او محبت رسۍ او د يووالي مزي يې پرې سوي دي. هر څوك خپل ځان ويني او د خپلو ځاني ګټو لپاره هلي ځلي كوي او په دې نه پوهيږي چي د دوى نېكمرغي د ولس د ټولو وګړو په نېكمرغي پوري تړلې ده. دوى به د ټولو له نېكمرغۍ پرته دې هيلي ته و نه رسيږي. دوى د دې ځاني غرضونو په پايله كي بې وزلي سول، د خپل ورځني ژوند تېرولو لپاره لا لهانده دي. د پيل او پاى له لارښووني څخه بې خبره دي او هغه مهال نژدې دى چي پر دوى باندي تل تر تله ذلت او مرګ سيوري واچوي او د هغو د يووالي او پېوستون لړۍ ګردسره و شلېږي.

مګر د دې ټولي ورانۍ سره سره اوس هم د بيا رغاند وخت له لاسه نه دى وتلى اوس هم د چارو د بيا سمون وخت سته او د هغه لپاره د هيلي ور نه دى تړل سوى”. پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

همت صاحب ! تل زیار باسی قلمی جهاد ته اړه ده الله ج دی احرونه درکړی ، افغان سید جمال لدین ځینی کتابونه زما سره هم دی تل یی په اړه معلوماتونه لولم په رښتیا هم یوه افغانی څه چه د اسلامی نړی او حتی د مظلوم بشریت د پاره سرمایه او ویاړنه ده هغه د کتابو نه بلکه د عملی مبارزی عملی عالم وو . په هر صورت تاسی لیکلی چه د هغه په اړه کوم کتاب مو ژباړلی او د توبی سوره د تفسیر کتاب مو هم لیکلی ، ستاسی دی کتابو ته څرنګه دسترسی ممکنه ده. که… نور لوستل »

عبدالمالک همت

محترم ورور استاذ بيانزی صاحب!
سيد جمال الدين افغاني، اند او ژوند کتاب او زما نور ځيني کتابونه په انټرنيټ کي په پښتو مکتبه شامله کي سته. دغه مکتبه سرچ کړئ او بيا يې کښته کړئ. نور ډېر ښه کتابونه هم پکښي سته او د آسان تفسير او زماد نورو کتابونو مکتبې ته د اچولو کار روان دی هغه به هم ان شاء الله څو ورځي وروسته ترلاسه کړای سئ په درناوي.

اسماعیل همدرد

استاذ محترم :
بلی موږ هم دا پښتو مکتبه شامله ترلاسه کړی ده خو د کتابو تعداد یی تر 180 پوری دی څنګه کولای سو چي ددی نوی ورژن پیدا کړم ؟ مننه

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x