ورزش

ای پي ایل: کابل ځوانانو د پکتیا پینترز لوبډلې ستر هدف پوره کړ او ماتې یې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان په غوره لیګ سیالیو کې نن له پرانیستې مراسمو وروسته لومړۍ سیالۍ کې د کابل ځوانان او د پکتیا پینترز لوبډلې مخامخ شوې چې د کابل ځوانانو د پکتیا پينترز لوبډلې د ۲۱۹ منډو هدف پوره کړ.

په ګلبهار غوره لیګ کې په لومړۍ ورځ په ۳۹.۱ اورونو کې ۴۳۸ منډې جوړې شوې چې له منځه یې ۲۹ شپږیزې او ۳۱ څلوریزې ووهل شوې، د دواړو لوبډلو لخوا ټولې ۱۱ ویکټې وغورځېدې.

په دغه سیالۍ کې د راشد خان لوبډلې کابل ځوانانو پچه وګټله خو د شهزاد لوبډلې پکتیا ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، دوی په ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۱۸ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا محمد شهزاد ۶۷ او سکندر رضا ۷۸ چټکې منډې جوړې کړې، سکندر رضا ۷ خو شهزاد ۵ شپږیزې ووهلې.

د کابل ځوانانو لخوا ظاهر شیرزاد ۲، پارنل او فرید احمد ۱-۱ ویکټه واخیسته، په داسې حال کې چې راشد خان پخپلو ۴ اورونو کې په کومه ویکټه ترلاسه کولو بریالی نه شو، نوموړي په غوره اوسط توپ اچونه وکړه چې ۲۷ منډې يې ورکړې.

په ځواب کې که څه هم د راشد خان لوبډلې چټک پېل وکړ خو وخت تر وخته یې ویکټه له لاسه ورکوله، خو په پای کې لوري ایوان په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

نوموړي ۷۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او لوبډلې ته یې د ۳ ویکټو او ۵ توپونو په توپیر بریا ورکړه، همدا ډول حضرت ځاځي ۲۷، جاوید احمدي ۲۵، راشد خان ۱۷ منډې جوړې کړې، لوري ایوان د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د شهزاد لوبډلې توپ اچونکي په بشپړه ناکام شول او د ستر هدف دفاع یې ونه شونه کړای، شاهد افریدي په ۴ اورونو کې ۵۵، سکندر رضا په ۲ اورونو کې ۳۶، شرف الدین اشرف په ۴ اورنو کې ۴۰ منډې ورکړې او ۲ ویکټې یې واخیستې، ورسره ضیاء الرحمن او یوسف ځاځي هم یوه یوه ویکټه واخیسته.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان غوره لیګ کې نن د شنبې په ورځ دوه سیالۍ ترسره کیږي، لومړۍ سیالۍ د ننګرهار لیپرډز او د کندهار نایټز ترمنځ په ۴:۳۰ بجې او دویمه سیالۍ په ۸:۳۰ بجې د کابل ځوانانو او بلخ لیجنډز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x