افغانستان

د افغان کډوالو پلاوی د افغان مهاجرينو له کمشنر سره د کډوالو په ستونزو غږېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): پېښور کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل کمېټې پلاوي د حاجي ارسلا خان خروټي په مشرۍ پېښور کې د افغان مهاجرينو د چارو له کمشنر محمد عباس خان سره ليدلي او د کډوالو په ستونزو يې ورسره خبرې کړي دي.

د افغان کډوالو د ستونزو د حل کمېټې نن ټکی اسيا ته په رالېږل شوې خبر پاڼې کې ويلي، چې د حاجي ارسلا خان خروټي په مشرۍ پلاوي له کمشنر سره د خیبر پښتونخوا په خراسان، اکوړي، بډه بېر، بريړي، مانهسرې او نورو کمپونو کې د افغان کډوالو په ستونزو خبرې وکړې او له کمشنر څخه يې وغوښتل، چې په ځينو سيمو کې ځايي خلک له کډوالو سره له زور زياتي کار اخلي، چې بايد جدي مخنیوی يې وشي.

پلاوي همدارنګه له کمشنر څخه د پاکستان ايالتونو ترمنځ د کډوالو د تګ راتګ د ستونزو سربېره تورخم د لويې لارې، د محصلينو او په ځانګړې توګه د تعليمي بورسونو، د بانکي حسابونو او همدارنګه کډوالو ته له پاکستانه د حج او عمرې د اسانتياوو برابرولو په اړه خبرې کړي دي.

د خبرپاڼې په وينا افغان کمشنر محمد عباس خان ورغلي پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې د افغان کډوالو د ستونزو حل يې لومړيتوب دی، کوم کارونه، چې افغان کميشنرۍ پورې تړلي وي، هغه به په خپله ترسره کوي او کوم، چې تر نورو ادارو اړوند وي، هغه به اړندو ادارو ته رسوي.

افغان کمشنر د کډوالو پلاوي ته دا ډاډ هم ورکړی، چې د تعليمي بورسونو په اړه به دی هڅه وکړي، چې پنځوس سلنه يې بايد کډوالو  محصلينو ته ځانګړي شي.

د يادونې وړ ده، چې په پېښور کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل کمېټه له تېرو څو کلونو راهيسې په پاکستان کې د کډوالو د ستونزو د مخنيوي په اړه فعاليتونه کوي او په دې  اړه ګڼې لاسته راوړنې لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x