نړۍ

ايکانومیسټ: د سعودي حکومت سياسي مخالفين د نړۍ په هېڅ ګوټ کې ځای نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): د نړۍ په هېڅ ځای کې د سعودي نظام سياسي مخالفين خوندي ځای نه لري، هر يو يې هڅه کوي، چې له سعودي وتښتي او د حکومتي چارواکو د ظلم له لاسه ځان خوندي کړي، خو نه پوهيږي، چې د ده لپاره په نړۍ کې خوندي ځای کوم دی؟

دا څرګندونې له لندنه خپرېدونکې ايکانوميسټ مجلې په خپل تازه راپور کې وروسته تر هغه کړي، چې سعودي ژورنالېست مال خاشقجي د ترکيې په استانبول ښار کې د سعودي قونسلرګۍ ته د ورتلو پر مهال ورک شوی دی.

ځينې راپورونه وايي، خاشقجي سعودي ته رسول شوی او هلته تر څېړنو لاندې دی.

مجله زياتوي، تېر کال راهيسې، چې محمد بن سلمان د سعودي وليعهد شوی، زرګونه کسان له دې امله نيول شوي، چې د شاهي ماڼۍ فرمانونه يې نه دي تاييد کړي او په اړه يې پټه خوله  پاتې شوي دي.

په لندن کې يوه سعودي ايکانوميسټ ته ويلي، چې دی په برتانيې  کې د سعودي سفارت د چارواکو له لوري ډبول شوی دی.

مجلې «د وليعهد اوږد لاس» تر عنوان لاندې په خپاره کړي راپور کې ويلي، چې په سعودي کې د «اصلاحاتو» په نوم پيل شوی تاوتریخوالی په زياتېدو دی، د شاهي کورنۍ ډېر شمېر غړي نيول شوي، د امر بالمعروف پوليس بې واکه شوي، خو پر ځای د دې چې محمد بن سلمان د خپلو کړنو لپاره د ولس ملاتړ له ځان سره پيدا کړي، دی هڅه کوي، چې  له ولس سره دښمن وکړي او د ډارولو هڅه يې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x