
هند کې د افغان او هندي محصلينو د جګړې له امله ۳۵۰ کسان نيول شوي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): د هند په اترپرديش ايالت پوهنتون کې د افغان او هندي محصلينو ترمنځ نښته شوې، چې له امله يې ۳۵۰ محصلين نيول شوي دي.
هندي رسنۍ وايي، چې د اترپردش په شاردا پوهنتون کې څو تنو افغان محصلينو يو کشمیری محصل ډبولی او ويډيو يې پر ټولنيزو رسنيو خپره شوې ده.
د پوهنتون ادارې په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښوولی، چې يو شمېر کسانو يې پر ضد مظاهرې کړي او له تاوتريخوالي وروسته پوهنتون د څو ورځو لپاره تړل شوی دی.
- د خبر تر نشر وروسته نن ټکی اسیا ته ځینو افغان محصلینو وویل چې کشمیریان افغانانو نه دي ډبولي، بلکې د هندیانو او افغانانو تر منځ د یوې شخړي وروسته د جامو د ورته والي له امله کشمیري محصلین د افغانانو په نامه د هندیانو له لوري وهل شوي دي.