کندهار: پر واده بمبار د ناوې په ګډون ۳۳ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): د کندهار په معروف ولسوالۍ کې پر یو واده د ګډو ځواکونو بمباري د ناوې په ګډون ۳۳ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

دغه بمباري د یادې ولسوالۍ په خوږياڼو سیمه کې شوې ده، چې پکې درې مېرمنې وژل شوې او د ناوې په ګډون ۳۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

بې بې سې د ناوې د ورور عبدالواحد له خولې ليکي، د واده پر مراسمو يې لومړی بې پېلوټه الوتکې دورې وخوړې، وروسته چورلکې راغلې او دوی يې پر نښه کړل.

د کندهار د والي ویاند په یاده سیمه کې یوازې د څلورو ملکي کسانو وژل کېدل تاییدوي او دعوه کوي چې هغوی هم د عسکرو او طالب سرتېرو تر منځ جګړه کې وژل شوي دي.

عبدالواحدی بې بې سې ته ویلي، په یاده سیمه کې نه جګړه شوې او نه هم دغه سیمه د جګړې د کوم لوري تر واک لاندې ده.

هغه وايي خپل ټپيان يې له نهه ساعته مزل وروسته ایله د ارغستان ولسوالۍ ځايي روغتيايي مرکز ته رسولي دي.

تر اوسه افغان هوايي ځواکونو او دلته مېشتو بهرنیانو د دې بمبارۍ په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې دی چې په هوايي بریدونو کې ملکي تلفاتو حتی یوناما هم اعتراف ته اړ کړه او د تېرو شپږو میاشتو تر نیمايي ډېر ملکي تلفات يې د هوايي بریدونو له امله وګڼل.

تازه د طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنیوي کمیسیون په میاشتني راپور کې ویلي، چې په تېره میلادي میاشت کې د بهرنیو او افغان عسکرو له لوري د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۲۳۵ تنه وژل شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د