کابل کې د پوليسو په موټرو غبرګې چاودنې شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار په دولسمه امنيتي حوزه کې د پوليسو په موټرو پرله پسې دوه چاودنې شوي دي.

نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل د احمد شاه بابا مينې ته څيرمه د الوخيلو په سيمه کې د شيني کلي له پله سره دغه چاودنې د پوليسو په موټرو وشوې.

په سيمه کې عيني شاهدان وايي چې لومړی د پوليسو په يو رينجر يوه چاودنه وشوه چې د هغوی مرستې ته د پوليس بل رينجر راغی، بله چادونه هم وشوه.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې په دغو چاودنو کې امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شميره معلومه نه ده او سيمه د پوليسو له لوري کلابنده شوې ده.

د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قومندانۍ رسنيز مسؤل بصير مجاهد چاودنه تائيد کړې ده خو د تلفاتو يه اړه يې وويل چې د پيښې جزيات به وروسته خپاره شي.

ددې پيښې مسؤليت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخيستی.

د يادونې وړ ده چې له تيرې شاوخوا يوې اوونۍ راهيسې چې د ټاکنو له پاره د نوماندانو د سيالۍ ورځې پيل شوي دي، ورسره په چادونو او بريدونو کې هم زیاتوالی راغلی دی چې له امله يې په بيلابيلو ولايتونو کې په نوماندانو او نوماندانو په کمپاينرانو چادونې شوې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د