میدان وردګ؛ جغتو، بمبار کې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي ووژل شول

طالبان: تېره میاشت کې ۲۳۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنیوي او شکایتونو اورېدو کمیسیون په میاشتني راپور کې لیکلي، په تېره یوه میاشت کې ۲۳۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دې کمیسیون د اعلاميې له مخې په سپټمبر میاشت کې د بهرنیو او کورنیو عسکرو په هوايي بریدونو، شپنیو عملیاتو او چاپو کې د ۱۸ مېرمنو او ۱۰ ماشومانو په ګډون ۲۳۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د اعلاميې له مخې په ننګرهار، لوګر، لغمان، پکتیا، هلمند، کاپیسا، میدان وردګو، کندهار او کابل کې پر یادو تلفاتو سربېره د اتو ماشومانو په ګډون ۱۶۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

اعلامیه د پورته ځاني زیانونو تر څنګ د مالي تلفاتو په اړه زیاتوي، بهرنیو او کورنیو ځواکونو «(۳۰) بابه ملکي کورونه، (۲۲) شخصي موټرسیکلان، (۵) عرادې واړه موټران اویوه عراده غټ مازدا موټر، ۱۷۹۰مثمرې ونې او خورا ډير زراعتي فصلونه او باغونه یې تخریب کړي دي.»

یادې سرچینې دا هم لیکلي چې د دوی د معلوماتو له مخې په تېره یوه میاشت کې ۷۵ تنه عام وګړي زنداني شوي هم دي.

طالبانو بشري ادارې ملامتې کړې چې د ورته پېښو او تلفاتو په اړه چوپه خوله دي او کله يې هم د افغان ولس غږ نه دی اورېدلی.

اعلامیه په پای کې ليکي: « د ملکي تلفاتو د مخنیوي کمیسیون د اسلامي امارت د مشرتابه د محترم مقام په نمايندګۍ، يادې ټولې پيښې چې زموږ بې ګناه هيواد وال پکې شهيدان يا متضرر کیږي، په کلکو ټکوغندي او يو لوی بشري جنايت يې بولي، ورسره متضررو کورنیو ته د تسلیت اوخواخوږۍ مراتب وړاندي کوي.»

دا په داسې حال کې دی چې تازه د کندهار په معروف ولسوالۍ کې پر يو واده د بمبار له امله د ناوې په ګډون ۳۳ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د