افغانستان

شمال کې د سروزرو او مسو د ایستلو تړونونه لاسلیک شول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): د هېواد په شمال کې د بدخشان د سروزرو او سرپل کې د مسو کانونو د ایستلو تړون له یو بهرني شرکت سره لاسلیک شو.

د کانونو وزېرې نرګس نهان دغه تړونونه د «سنټر لیمیټېډ» په نوم نړیوال شرکت سره لاسلیک کړل.

دغه شرکت چې امریکا، برتانیا او ځينې نور هېوادونه ګډه پانګه پکې لري، مشر يې یو برتانوی پانګوال براډلي بارنټ دی.

افغان چارواکي وايي که دغه تړونونه عملي شي، نو ګڼو افغانانو ته به کار برابر شي.

یاد شرکت ويلي، چې دوی به راتلونکی کال د خپل کار لومړی پړاو پیل کړي او ټولې چارې به يې په دوو پړاوونو کې خلاصې شي.

د دې تړونونو د پانګونې په اړه څه نه دي ويلي شوي، خو وړاندې برتانیا کې افغان سفیر سید طیب جواد یوې بهرنۍ ورځپاڼې ته ویلي و، چې افغانستان کې به څو کمپنۍ د دوه نیم میلیارده پونډه پر ارزښت پانګونه وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ دا تړونونه ناقونونه بولي.

دغه بنسټ زیاتوي په دې تړونونو کې د ښار جوړونې پخوانی وزیر منصور نادري هم ونډه لري، په داسې حال کې چې یو افغان چارواکی د دندې له پرېښودو وروسته تر پنځو کلونو پورې په داسې تړونونو کې د ونډې حق نه لري.

دې بنسټ وړاندې هم ویلي و، چې ۱۴۰۰ شرکتونه د کانونو په ایستلو کې ناقانونه بوخت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x