افغانستان

کابل: طالبانو د هوايي ځواکونو پېلوټ مخامخ وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي کابل کې يې تيره ورځ ناوخته د هوايي ځواکونو يو پيلوټ مخامخ وژلی دی.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د محمد الله په نامه پيلوټ يې تيره ورځ د کابل ولايت د بګراميو ولسوالۍ په مموزيو کې وژلی دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ياد پيلوټ د عامو خلکو په بمبارولو او وژلو کې شریک و چې د دوی سرتېرو د يوه تکتيکي بريد په نتيجه کې له منځه یووړ.

تر دې وړاندې هم په تيرو دوو مياشتو کې په کابل کې دوه تنه پيلوټان د طالبانو له لوري وژل شوي وو.

نږدې درې اوونۍ وړاندې طالبانو په فراه ولايت کې د يوې چورلکې د ويشتو له امله څو تنه پيلوټان او د هوايي ځواک عسکر ووژل.

د يادونې وړ ده چې طالبان د کابل ښار په ځينو مهمو او نسبتاً خوندي سيمو کې هم ځينې مهم نظامي او دولتي چارواکي په نښه کوي.

تر دې وړاندې د عزيزالله کاروان په نامه په پکتیکا کې د صفر یو قطعې قومندان هم د کابل په خورا خوندي سيمه کې په يوه تفريحي پارک کې د طالبانو له لوري وژل شوی و.

تر اوسه د دغه پيلوټ د وژل کېدو په اړه دولتی سرچينو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Mohammad

ماویل خیر کوم امریکایی پیلوټ مو وژلی؟؟؟ خو تاسو صرف افغانان وژنی زکه چې تاسو د…. غلامان یاست

Karwan

هر ځوک چه زمونږ خلک بمبارد کوي ، هغه که افغاني غلام وي او که امريکائي نو بايد جزا د عمل حق شي. …… يو ثانيه دهم فکر کړي، چه دغه حرامي پيلوټ څومره بيګناه خلک وږلي دي. لعنت دخداي د په تاسي بيدينه غلامانو وي. کاروان

ابوالوفاء

تاسي چي پر امريکايي اشغالګرانو لکه د پياز خورونه را ګرځېدلي ياست او دفاع يې کوي، نو طالب ملي مبارزين چي زموږ هيواد او مظلوم خلک د هغو له وحشتونو ژغوري اړکيږي چي لومړی تاسي په نخښه کړي. تاسي د دوی له مخي ايسته سئ او د امريکايانو معاشونه پرېږدئ، بيا که طالبانو له تاسي څخه يوکس هم وواژه هغه مهال مو ګيله پر ځای ده.

جميل

الوتكه أو قومانده يي،تيل يي،دده كالي أو پيسي،توله د غاصبو امريكايانو له خوا دي، نو دده أو ديوه غاصب امريكايي فرق په سه كي دى ؟ فرق يي داددى چي ، امريكايي كافر دى ، د خپل وطن او خپل دين ددفاع د پاره جنگ كوي أو قوماندان يي هم امريكايى دى ، خو دا خداى وهلى د هغو مزدور دى أو بِنَا پر يوه عقده دمسلمانانو سره جنگيژي .دالله(ج) په قضاء كي ددوي سزا هم تر كافر درنه ده . سومره كلي أو كورونه به يي بمبار كريوي ، سومره به يي بوري، كندي،أو يتيمان كريوي. كه دا اسفل… نور لوستل »

جمال

د کابل غلامی اداری د پاره دجال ( امریکا ) خدای دی دوی یی خلق کړی او دوی ته کور کالی ډوډی ورکوی دوی تر افغانی په امریکایی پیلوټ په وژلو ډیر په دی خوابدی کیږی ، داریږی چه امریکایان له ډاره ونه تښتی او د ډالرو بهیر ونه دریږی دوی خو د هغو اسراییلو په شان دی چه له اسمانه به ورته خوانچی ( خوراکونه ) راتلل . له محمد صاحب پوښتنه کوم، که یو امریکایی او بل افغان وژونکی تا وژنی د کوم یوه وژنه درته د منلو او یا نه منلو وړ ده . په افغانستان کی… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x