افغانستان

د ټاکنو کیمسیون وايي د بایومټریک ټول وسایل را رسېدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي د بایومټریک لپاره ټول وسایل يې ګوتو ته ورغلي دي.

ازادي راډيو د دې کمیسیون د کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي په حواله وايي، د بایومټریک اړوند وسایل ور سپارل شوې او په یوه اوونۍ کې به ووېشل شي.

هغه ویلي، ولایتونو ته يې ۷۶ ماشینونه لېږلي او ۷۴ ولسوالیو ته به يې نن د لېږلو لړۍ پیل شي.

سره له دې چې له محدودو ولایتونو پرته په نورو ټولو کې د ولسوالیو او مرکزونو تر منځ لارې د طالبانو لاس کې دي، د ټاکنو کمیسیون د دې وسایلو د لېږد دعوه کوي.

هاشمي د بایومټریک پروسې اړوند ویلي، د رایه ورکوونکي د ګوتو نښې، عکس، د تذکرې عکس اخیستل کېږي او د رایې پر کارت يې سټېکر لګول کېږي.

د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره ټولو ۲۵۶۱ کسانو ځانونه نوماند کړي، چې د رایو لپاره ۵۱۰۰ مرکزونه په پام کې نیول شوي.

ټاکل شوې دغه ټاکنې نږدې دوه اوونۍ وروسته ترسره شي.

وړاندې د ټاکنو کمیسیون ویلي و، چې د ۹۰۰۰ دستګاوو له کمښت سره مخ دي او که را ونه رسېږي، ښايي بایومټریک پروسه پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x