
پنټاګون هلمند کې د وژل شوي امریکايي هویت په ډاګه کړ
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع وزارت وايي تېره پنجشنبه يې هلمند کې یو عسکر وژل شوی، چې د کارولینا په ملي ګارډ کې يې دنده درلوده.
پنټاګون په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، جیمز سلیپ د شمالي کارولینا د مورهید ښار اوسېدونکی و.
د سرچینې په وینا هغه ۲۳ کلن متخصص و، چې تېره پنجشنبه د طالبانو د ماین ښکار شو.
وړاندې زیاتوي دغه امریکايي عسکر د چاودنې پر مهال ټپي شو و، چې وروسته يې سا ورکړه.
طالبانو تېره شنبه (تلې ۷مه) ویلي و، چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې يې د یو امریکايي په ګډون ۱۲ عسکر وژلي دي.
همدارنګه څو ورځې وړاندې هم د نادعلي په لوی مانده کې طالبانو د امریکايي بمبار په پایله کې د دوو امریکایانو په ګډون تر شلو ډېرو افغان عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړ، چې د هلمند چارواکو د شپږو تنو د وژل کېدو پخلی وکړ.