افغانستان

غور: پر اربکي قومندان د ځانګړو ځواکونو برید شپږ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): غور کې د ځانګړو ځواکونو او اربکي قومندان تر منځ جګړه کې د دوو مېرمنو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.

غور کې ځايي چارواکو د مشهور اربکي قومندان علي‌پور د نیولو خبر ورکړ، چې هغه يې پر وړاندې مسلح غبرګون وښود.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي د جګړې او پورته تلفاتو پخلی کړی دی.

د قومندان علي‌پور کسان وايي ځانګړو ځواکونو نن سهار وختي د اسداباد ولسوالۍ په لعل‌وسرجنګل سیمه کې پر هغه برید وکړ، چې کسانو يې پر متقابلې ډزې وکړې.

له تېرې شپې راهیسې حکومت هڅه کوي دغه اربکی قومندان د کړیو جنایاتو له امله ونیسي، خو نه دي توانېدلي.

د هېواد په ګوټ ګوټ کې له طالبانو سره د جګړې په پلمه امریکا او افغان حکومت ګڼ کسان وسله‌وال وکړل، چې دوی پرې د «پاڅون» نوم کېښود.

دغه کسان نږدې په ټولو ولایتونو کې نه یوازې ولس ته د نا امنۍ، چور، عفت لوټنې او زورواکیو په ډول ودرېدل؛ بلکې د حکومت پر وړاندې يې هم د درېدو زړه وکړ او هغوی پرې د «نامسؤله وسله‌والو» نوم کېښود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x