افغانستان

ګارډین: روانه جګړه کې تر ۲۰۰ زره ډېر ملکي افغانان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): برتانوۍ ورځپاڼه ګارډين پر افغانستان د امریکا د یرغل د اوولسم کال په مناسبت لیکلي، دې جګړه کې ۲۱۷زره عام افغانان وژل شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، په جګړه کې ۳۵۶۴ بهرني عسکر هم وژل شوي دي، چې ۴۵۶ تنه يې د برتانیا عسکر و.

امریکا اوولس کاله وړاندې د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر په اوومه پر افغانستان یرغل وکړ، چې لا هم دلته ښکېله ده.

په خواله رسنیو کې د ګارډین دې تبصرې تبصرې را پارولې او د ورځپاڼې د ملکي تلفاتو شمېره يې ډېره ټیټه بللې ده.

د شنونکو په باور په روانه جګړه کې د بهرنیانو له لوري د جړګې په لومړيو او تر اوسه پورې بمباریو کې زرګونه ملکي وګړي وژل شوي دي.

په ورته ډول بمي چاودنو، شپنیو عملیاتو او مخامخ جګړو کې هم اوولس کاله کې زرګونو افغانانو ژوند له لاسه ورکړی.

هم مهاله د «پیوریسرچ» په نوم یو امریکايي بنسټ د عامه امریکایانو نظر پوښتلی چې نږدې نیمايي امریکا دلته ناکامه بولي.

د دې بنسټ د راپور پر اساس ۴۹ سلنه امریکایان باور لري چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې او بریالۍ نه ده، ۱۶ سلنه نور حیران دي چې د بریا او ناکامۍ په اړه يې څه نه شي ویلی، یوازې ۳۵ سلنه خلکو د بریا نظر ورکړی.

دغه بنسټ وايي چې په ۲۰۰۶م کال کې پر افغانستان د نظامي یرغل ۶۹ سلنه امریکایان ملاتړي و، خو نن سبا شاوخوا ۴۵ سلنه خلک پر افغانستان د امریکا د یرغل پیل سم کار بولي.

په یاده اوولس کلنه جګړه کې پر پورته ځاني تلفاتو سربېره، سلګونه مدرسې، دیني مراکز، ښوونځي، دیني او رحاني شخصیتونه له منځه وړل شوي دي.

امریکا چې د ناټو غړي هېوادونه يې هم له ځان سره په دې اشر کې برخه‌وال کړي و، تر اوسه پورې نهه عمومي قومندانان د جګړې د بریا لپاره بدل کړي را بدل کړي دي، خو لا هم پر ناکامۍ اعتراف کوي.

د امریکا پر وړاندې د طالب سرتېرو د ځينو مشرانو لکه امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله، شهید ملا اختر محمد منصور رحمه الله او مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله په له لاسه ورکولو سربېره لا هم خپل صف غښتلی ساتلی او د حکومت د اجراییه ریس د مرستیال په وینا تر شپېته سلنه ډېره خاوره په لاس کې لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

امریکایان د انګریزانو لمسیان او کړوسیان یعنی د انګریزیانو په شان خبیث او شیطانان دی امریکا له اوله د نظم نوین د پلانو او قوماندی لاندی د نړیوال حکومت تاسیسولو د پاره جوړه شوی یعنی د نظم نوین جهانی نظامی او استخباراتی مرکز دی سیاسی پلانونه یی په برطانیا او لویه قومانده له طلبیب ورکول کیږی . اروپایی هیوادونه یی لکه دوهم ملګری ملتوپه دی. همدغه ګارډین انګریزی ورځپانی د روسی استعمار او اشغال وخت کی د هغه وخت د شرایطو او خپلو ګټو د پاره ارقامو کی له افراط او تفریط څخه کار اخست او نن هم د عامه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x