ورزش

کرېکټ: هند ویسټ انډیز ته د یوې پاڼۍ او ۲۷۲ منډو په لرلو ستره ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ تلې، ۱۳۹۷ل): د هند او ویسټ انډیز ترمنځ په لومړۍ ټيسټ سیالۍ کې هند لوبډلې ویسټ انډیز لوبډلې ته د یوې پاڼۍ (اننګز) او ۲۷۲ منډو په ستر توپير ماتې ورکړه.

په یاده سیالۍ کې د هند لوبډلې نوي لوبغاړي پریتیو شاه په خپله لومړۍ ټیسټ سیالۍ کې سلیزه ووهله، نوموړی د هند له لومړیو ځوانو لوبغاړو څخه شو چې په لومړۍ ټیسټ سیالۍ کې سلیزه وهي، همدا ډول ویرات کوهلي خپله ۲۴مه ټیسټ سلیزه ووهله، چې په چټکو ۲۴ سلیزو وهلو کې دویم نمبر شو، همدا ډول د ۲۰۱۸م کال تر ټولو زیاتې منډې جوړولو لوبغاړی شو، سربېره پر دې رویندرا جدیجا هم په ټیسټ سیالیو کې خپله لومړۍ سلیزه ووهله.

په یاده سیالۍ کې لومړی توپوهنه د هند لوبډلې وکړه چې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو یې ۶۴۹ منډې جوړې کړې او ویسټ انډیز ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، ددوی لخوا پریتیو شاه ۱۳۴، ویرات کوهلي ۱۳۹، جدیجا ۱۰۰ او ریشاب پینټ ۹۲ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د ویسټ انډیز لوبډلې توپوهونکي په بشپړه توګه ناکام شول، چې لومړۍ ۶ ویکټې يې د ۷۴ منډو په جوړولو له لاسه ورکړې، او وروسته یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۱ منډې جوړې کړې، د کمو منډو په جوړولو ویسټ ته فالو آن ورکړل شو.

په دویم وار هم د ویسټ انډیز توپوهونکي ناکام شول او ټوله لوبډله یې د ۱۹۶ منډو په جوړولو وسوځېده، د هند لخوا په دواړو پاڼيو کې روي چندرن اشوین او کولدیو یادو ۶-۶، او جدیجا ۴ ویکټې واخیستې.

یادې سیالۍ د هند په کوربه توب ترسره کیږي، د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه ټیسټ سیالۍ به د اکتوبر میاشتې په ۱۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ پېل شي، همدا ډول دواړه لوبډلې به د ۵ پنځوس اوریزو او ۳ شل اوریزو سیالۍ هم ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x