نظــر

افغانانو آخر ولې!؟

ليکونکۍ: فضل الرحمن حقاني البغلاني

د کرکټ لوبغاړو که د انګريزانو سره مرکې وکړې او عکسونه يي و ويستل نو هيڅ خبره نده.

که د ډمانو او فيلمي اداکارانو سره کيناستل او د هغو په برنامو کي يي شرکت وکړ، نو هيڅ خبره نده.

که يو لوبغاړی د آستراليايي ښځو سره مرکه او ټوقې وکړې نو هيڅ خبره نده.

که د کرکټ لوبغاړو د برمل ملحد سره عکسونه واخيستل نو هيڅ خبره نده.

تقريبا پنځه کاله يي يو پنجابی انظمام الحق کوچ او روزونکۍ وو نو هيڅ خبره نده.

خو کچيري د کرکټ يو لوبغاړی محمد شهزاد د يو ديني عالم مولانا طارق جميل سره کيناسته، مجلس او مرکه يي وکړه نو په مونږ افغانانو تندر را وغورځيده، او سل رقمه خبرې، لوبغاړي او د هغه ديني عالم پسې کوو. دا ولې؟!

که خبره د يو مخصوص قوم او ژبې، او يا د يو خاص ملک وي نو د هماغه ملک/قوم او ژبې والا خلکو په کلونو کلونو د افغانستان په کرکټ ټيم کي د روزونکو وظيفه اجرا کوله، ليکن چا هم ور پسې خبرې و نکړې.

د يهوديانو او امريکايانو يو ستر هدف دادی چي د ځوانانو د زړونو څخه د اسلامي او ديني شعارونو او بنسټونو درښت و باسي. تاسو کولای شۍ چي د صهیونیسټانو يهوديانو تګ لاري او پروتوکول وګوری، د هغو پروتوکول څخه يو داده چي د ځوان نسل د زړه نه د علماوو عزت او قدر وباسئ. تر څو دوي خپل نور شوم هدفونه تر لاسه کړي.
پدي تيره ورځ کي ډېرو افغانانو نه د علماؤ سپکاوی او توهين شوی دی، نو هيله کوم چي ددي ليکنې په کتلو سره الله ته توبه و باسي، او د اسلام د دښمنانو په مکرونو او چلونو باندی غلط نشي.

د علماوو توهين ډېره لويه ګناه ده چي د لاندي احاديثو څخه به څرګند شي.

اول: , قال صلى الله عليه وسلم : «إن الله قال : من عادي لي وليًّا فقد آذنته بالحرب» (رواه البخاري (11/340-341) من فتح الباري) .

قال ابن حجر رحمه الله تعالى : «المراد بولي الله العالم بالله المواظب على طاعته» (فتح الباري )

ژباړه. نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمایلي، چي الله تبارک وتعالی فرمايي، چا چي زما دوست سره دشمني وکړه پس ما هغه ته د جنګ اعلان کړی، ابن حجر رحمه الله فرمايي چي د الله د دوست نه مراد دلته عالم دين دی.

دوهم: نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمایلي «ليس منا من لم يجل كبيرنا، ويرحم صغيرنا، ويعرف لعالمنا حقه» (رواه أحمد والحاكم عن عبادة رضى الله عنه).
ژباړه: زما له امت څخه ندی هغه څوک چي د مشر عزت او په کشر شفقت نه کوي، او د علماوو حق نه پېژني ( يعني عزت يي نه کوي).

درېيم: حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمایلي فضل العالم على العابد كفضلي على أدناكم إن الله وملائكته وأهل السموات والأرض حتى النملة في جحرها وحتى الحوت ليصلون على معلم الناس الخير ) رواه الترمذي.
ژباړه. فضيلت د يو عالم په عبادت کونکي باندې داسي دی لکه زما فضيلت په تاسو کي په يو ادنی امتي باندي. او بې شکه الله، فرشتې او د اسمانونو او ځمکو والا تر دې چي ميږۍ په خپل سوري کي او تر دې چي ماهی د رحمت دعاګانې کوي هغه چا لپاره چي خلکو ته ښې خبرې ور زده کوي.

څلورم: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم (إن من إجلال الله تعالى إكرام ذي الشيبة المسلم وحامل القرآن.
ژباړه. بې شکه د الله تعالی د عزت څخه دي د سپين ګيري مسلمان او د قرآن د عالم عزت کول.
(يعني چي څوک د عالم عزت کوي نو دا داسې ده لکه د الله عزت يي چي وکړ، له دې څخه دا معلوميږي چي د يو عالم بې عزتي کول د الله بې عزتي کول دي) العياذ بالله.

پنځم: نبي عليه الصلوة والسلام فرمايي: درې کسانو ته صرف منافق تکليف رسوي او بد رد ور پسې وايي، اول هغه څوک چي په اسلام کي يي ګيره سپينه شي. دوهم ديني عالم. او دريم عادل بادشاه. (الترغیب و الترہیب ۱؍۱۱۵)

يعني دې درې کسانو پسې چي څوک بد وايي او تکليف ورته رسوي هغه منافق دی.

شپږم: نبي علیه الصلوة والسلام فرمايلي. عالم شه! يا طالب علم شه! يا ددوي سره محبت کونکۍ شه! او يا تابعداري کونکۍ شه! او پنځم مه کيږه چي تباه به شي. (مجمع الزوائد حدیث نمبر۴۹۵)
يعني که د عالم او طالب سره بغض لرونکی جوړ شوې نو تباه به شئ.

اووم: نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمایلي، چي کله زما امت د علماء کرامو سره بغض شروع کړي نو الله به څلور قسمه عذابونه ور باندي نازل کړي. اول قحط. دوهم ظالم بادشاه. دريم خيانت کونکي واکداران. او څلورم د دښمنانانو پرله پسې حملې. (مجمع الزوائد حدیث نمبر۴۹۵)

اتم: نبي عليه الصلوة والسلام فرمايلي، عالم په ځمکه کي د الله حجت دی. چا چي عالم پسې بد رد و وېل نو هغه تباه شو. (کنزالعمال۱۰؍۵۹)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجيب الرحمان

خبره د ديني عالم نده خبره د نيپوټيست پنجابي سياسي تبليغگر طارق جميل ده. دغه انسان په پاکستاني استخباراتو کې غړيتوب لري او سخت د اسلام مبين دين څخه د سياسي دوکاندارۍ لپاره د پاکستان په گټه کار اخلي. دغه انسان په هر مجلس کې پښتون افغان سپک سپاندى او نور قومونه لوړ گڼلي. دغه انسان که عالم دى د نړۍ ستر عالم ډاکټر او د يويشتمې پېړۍ متفکر علا ذهنيت لرونکى د مذهبونو توپيري متخصص او اسلامي مبلغ ذاکر نايک ته په سپکه کتلي او دى يې مبدي د بدو گڼلى څنگه کېداى شي چې طارق جميل عالم وگڼل… نور لوستل »

غلام حضرت

وروره ستا خبره به منطقی وی خو زه بیا وایم د انګریزی سپورټ یعنی کریکټ سره دا خړی پړی او پېچلی ناندرۍ تړلی دی.
زه ځینو په اصطلاح سکولرانو غوندی د پاکستانی مُلا سره د لوبغاړو کتنه نه غندم بلکه فقط غواړم ووایم چه کاشکی دې لوبغاړو د خپلو افغانی مُلایانو سره هم د بانډار او کتنی ویاړ تر لاسه کړی وای.

مجيب الرحمان

هو بلکل د افغانانو عام ملايان ترى ښه دي ځکه جاسوسي ادارو سره خو تړلي ندي.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x