نظــر

افغانستان ته داعش چا راوستل؟

ليکوال : افتخار حسن شينواری

کله چې امريکا پر عراق حمله وکړه، او په عراق کې يې د صدام حسين خپلواک نظام د شيعه مجوسو په ملاتړ له منځه يوړه، نو د صدام حسين اکثريت ملاتړ کونکي د شيعګانو او امريکا پر خلاف د القاعده سره يوځای شول.

بلخوا په سوريه کې د بشارالاسد ظلمونه د سوريې پر ولس د حد نه ووتل، يو طرف ته د بشارالاسد ظلمونه او بل طرف ته د شيعه مجوسو يا حزب الله په نوم د شيعګانو لخوا ظلمونه روان وو.

همدا وو، چې په سوريه کې هم د نظام ضد تحريکونه جوړ شول، او القاعده هم خپل فعاليت پراخ کړل.

همدارنګه عراق او سوريه کې يو شمير نظام ضد تحريکونه جوړ شول.

لکه: القاعده، جبهة النصرة، أحرار الشام، فيلق الشام، تحرير الشام، جيش السلام، جيش العزة، جبهة الاسلاميه، دولة السلام فی عراق والشام يا داعش، چې دې تحريکونو کې د ټولې نړۍ جنګياليو شرکت کړی دې.

دوی د عراق او سوريه نظامونو خلاف خپل فعاليت شروع کړو، چې د نړۍ شيعګانو د دوی خلاف د عراق او سوريه دولتونو سره مرستې شروع کړې، چې هغوئ کې ډير رول د ايران او د ايران په ملاتړ فعاليت کونکې تحريک حزب الله د دوی سره د جنګ لپاره د ټولې نړۍ نه شيعه مذهبه راغونډ کړل، او دې جنګ ته يې داسې رنګ ورکړو، ګواکې چې دا تحريکونه د شيعګانو خلاف جوړ شوي، او هغه ځايونه چې شيعګان ورکې عبادتونه کوي، د هغوئ د ختمولو لپاره جوړ شوي، نو اوس دې جنګ ته د ټولې نړۍ شيعګان راروان شول، چې پدې کې يو بدنصيبه هېواد زمونږ افغانستان هم وو، دې.

افغانستان کې د حزب الله ډلې ملاتړي، محقق، کريمي، او داسې نور شيعه مشران وو، کوم چې په افغان دولت کې هم په جيګؤ روتبو مقرر دي، دې خائينانو د افغانستان څخه شيعه ځوانان سوريه او عراق ته جنګ لپاره لېږل، او بدل کې به د ايران دولت معاش ورکولو، چې ډير ځلې د عراق او شام جنګي او دولت ضد تحريکونو دا هزاره شيعګان ونيول، د کوم چې يوټيوب او فيسبوک کې ویډیوګانې هم خپرې شوی وې، دا چې القاعده د طالبانو نظام سره ښې اړيکې لرلې، نو پدې وجه به يې افغان دولت ته ګواښ کولو او ددې کار مخنيوی غوښتنې به يې ترې کولې، خو افغان دولت ورته کوم وخت ورنکړو، ددې کار مخنيوی لپاره ډير ځل کابل ښار کې افغان مبارزينو لاريونونه هم وکړل، خو افغان دولت کوم وخت ورنکړ، همدا لړۍ روانه وه، القاعده به د افغانستان هزاره شيعګان نيول، او افغان دولت نه به يې د مخنيوی غوښتنې کولې، خو افغان دولت به وخت نه ورکولو.

همدا وو، چې عراق او شام کې د داعش نومې ډلې خپل فعاليت ډير کړو، او د نظام سره سره يې د شيعګانو په نښه کولو هم شروع وکړه، چې اکثريت د صدام حسين ملاتړو هم د داعشو ملاتړ شروع کړو، ددې ټولو تحريکونو نه أکثريت جنګيالي د داعشو ليکو ته راغلل، د اروپاه او آسيا څخه ورته پراخ ملاتړ کونکي ورغلل.

دې ډلې افغانستان کې هم خپل فعاليت شروع کړو، چې اصل وجه يې همدا شيعګان وو، دي، دې ډلې اول يو څو پښتانه سپين ګيري خپل هدف وګرځول، تر څو خپل خوف د خلکو په زړونو کې واچوي، او بيا يې د شيعګانو په عبادتخانو حملې شروع کړې، چې اوس هم بې ګناه افغانان په نښه کوي.

د ليکنې مقصد‌ مې دادې، چې دې ډلې افغانستان ته په راوستلو کې ډير رول د شيعګانو يا محقق او کريمي دې، چې اوس هم افغان دولت کې دندې لري، چې اوس د شيعګانو سره سره د بې ګناه افغانانو وينې هم تويه وي، افغان دولت اوس هم دې شيعګانو مخنيوی نه کوي، او هر کال هغوئ ته د ماتم اجازه ورکوي، او بيا همدا جنګي ډلې د دوی دا ځايونه په نښه کوي، کوم کې چې عام او بې ګناه ولس هم قرباني کېږي.

که افغان دولت ددې مخنيوی غواړي، نو اول دې هغه شيعګانو نه د افغانستان تابعيت واخلي چې سوريه او عراق ته جنګ لپاره ځي، دوهم دې د شيعه مشرانو نه تحقيق شروع کړي، او هغه ټول مجرمين دې ونیسي کوم چې شيعه ځوانان دې جنګ ته لېږي، دريم دې، د دوی د ماتم په وخت کې د‌دوی په عام محضر کې په ماتم کولو بندېز ولګوي، او د کور دننه دی ماتم کوي.

زه پوهېږم چې دې سره به داعش ختم نه شي، خو البته کومې حملې چې په دوی کېږي، او عام ولس ورکې قربانی کېږي، هغه به ختمې شي، دا يو ستر حقيقت او زما شخصي نظر دې.

الله ج دې وکړي چې افغانستان کې سوله راشي، او الله ج دې د اسلام او افغانستان دوښمنانو ته سزا ورکړي، آمين.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غلام حضرت

ښاغلی افتخار حسن شینواری یا تازه له درانه او طولانی خوبه را پاڅېدلی دی او په لاس کی ئې ناچله سِکه نیولې او غواړی فقط ځان تېر باسی یا دا چه حنیف اتمر غوندی د داعش د اصلی مربیانو او استادانو او خدایانو په کومه مدرسه کی ئې کوم لنډ مهال کورس لوستی دی البته نن سبا کورسونه په ډیجیتالی توګه فعّال دی یعنی یو څوک کولای شی چه د خپل کور او د کُرسۍ د بړستنی لاندی هم دا ډول کورسونه تعقیب کی.

غوربندي

د داعش ظهور په عراق کې یو ضرورت وو، خو دا چې په سلفي/وهابي مفکوره ولاړ قیادت یی لاره نو کفارو ترې ابزاري استفاده وکړه. افغانستان د داعش په اجندا کې نه وو شامل خو د قم/ایران اجرتي ګوډاګیانو یې پاملرنه افغانستان ته واړوله، له بلې خوا دا چې د تېر جهاد له تنظیمونو څخه پړي شلولو عرب مجاهدینو په افغاني ټولنه کې د سلفت/وهابیت تخم وشیند او طالبانو ته په میراث ورپاته شول نو دې لار ورکو هم له موقع نه په استفادې د داعش فتنې ته لبیک ووایه. د لیکوال نظر ته په احترام، شیعه مذهب زمونږ د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x