نړۍ

خلیلزاد له يو شمېر هيلو سره اسلام اباد ته ځي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): افغانستان لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سلاکار او استازی د افغانستان سولې کې د پرمختګ لپاره نن اسلام اباد ته له يو شمېر هيلو سره ځي.

امريکايي رسنۍ وايي، چې خليلزاد به له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان سولې په اړه خبرې وکړي او د روانې جګړې د پای ته رسولو په اړه بحثونه وکړي.

خليلزاد تېره اونۍ په امريکا کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي او د ګډ حکومت له اجرائيه مشر عبدالله عبدالله سره د افغانستان سولې په اړه خبرې کړې وې.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې خليلزاد د افغان سولې په اړه کابل، اسلام اباد، متحده عربي امارات، قطر او سعودي ته سفر کوي او لومړی پيل يې له اسلام اباد څخه کړی دی.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې اسلام اباد ته د خليلزاد د سفر موخه له طالبانو سره د سولې د خبرو پيلول دي او هيله يې ښکاره کړې، چې خليلزاد به په خپل ماموريت کې بريالی شي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې اسلام اباد ته به د خليلزاد سفر بريالی وي او که د ګډ حکومت د چارواکو په څېر به په خوشباورۍ پيل شي او وروسته به يو ځل بيا بې باورۍ ته واړوي.

امريکا هيله منه ده، چې د خليلزاد په هڅو به له طالبانو سره د سولې بهير بريالی شي، خو خليلزاد چې د پخواني ولسمشر جارج ډبليو بوش د واکمنۍ پر مهال په کابل کې د امریکا سفیر و، له پاکستان سره يې اړيکې ترينګلې وې او وخت پر وخت به دواړو خواوو د يو بل پر ضد توندې څرګندونې کولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x