افغانستان

بن سلمان ټرمپ ته: سعودي د خپل امنيت لپاره امریکا ته هېڅ پيسې نشي ورکولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلی، چې د سعودي له پاچا  څخه يې د ميلياردونو ډالرو غوښتنه کړې وه.

بن سلمان ويلي: له امريکا مو په خپلو پيسو وسلې پېرلي، هېچا وړيا نه دي راکړي او موږ به هېڅکله د خپل امنيت لپاره امریکا ته پيسې ورنکړو.»

د سعودي وليعهد ويلي، چې هېواد يې له تېرو دوو کلونو راهيسې له نورو هېوادونو د وسلو پېرل پيل کړي وو، خو کله چې ډونلډ ترمپ د امریکا ولسمشر شو، دوی پرېکړه وکړه، چې د خپل پوځ لپاره له امريکا د ميلياردونو ډالرو وسلې وپېري او سعودي ته يې د ټرمپ د سفر پر مهال د څلور سوو ميلياردو ډالرو د وسلو پېرلو تړون وکړ.

بن سلمان زياتوي، چې د امریکا او سعودي اړيکې په دوه اړخيزې سياسي، اقتصادي او سوداګري همکارۍ پر مخ تلی او امریکا ته به د خپل امنيت لپاره هېڅکله پيسې ورنه کړو.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ټرمپ له خولې ليکلي، چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز ترې غوښتي، چې  يوې محرمې جګړې لپاره ورسره مرسته وکړي.

ټرمپ په دې اړه نور څه نه دي ويلي، خو د سعودي تر ټولو زياته شخړه له ایران او ګاونډي قطر سره ده.

د واشنګټن پوسټ په وينا ټرمپ د سعودي پاچا ته ويلي، چې دغه ډول همکاري درنې بيې ته اړتيا لري او بايد رياض واشنګټن ته د دې دفاع او همکارۍ بيې ورکړي.

ډونلډ ټرمپ دا هم ويلي، چې له سعودي سره ميلياردونو ميلياردونو ډالر دي، که د امريکا مرسته نه وي، پاچا سلمان دوه اونۍ هم نظام نشي ساتلی، خو سعودي بايد د دې دفاع او ساتنې درنه بيه پرې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x