افغانستان

ننګرهار: سبا د پاکستان کونسلګرۍ بيرته پرانستل کيږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): په ننګرهار ولايت کې له نژدې يوه مياشت ځنډ وروسته چې پاکستان په احتجاجي توګه په جلال اباد ښار کې خپله کونسلګري وتړله، سبا به بيرته پرانيستل شي.

د ننګرهار ولايت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سره په شوې هو کړې او نوي پلان به سبا د يکشنبې په ورځ کونسلګري د ويزو ورکولو له پاره خلاصه شي.

ددغه پلان له مخې به د اوونۍ په هره ورځ به د څو ولسواليو تذکره لرونکو ته ويزې ورکول پیل شي او يوه ورځ يې ځينو ولايتونو ته ځانګړې کړې ده.

د نوي پلان له مخې به له مهالويش سره سم د هرې ولسوالۍ له پاره به د ولسوالۍ تذکره لرونکي په خپلو ورځو لومړی په سراج العمارت بڼ کې له خپل پاسپورت او عريضې سره ورځې او د ولايتي ادارې د مسؤلينو له لوري به يې عريضه تصديق کيږي او له هغه ځایه به بيا په منظمه توګه کونسلګرۍ ته ليږل کیږي.

په خبر پاڼه کې د نوي پلان او جدول له مخې به هره ورځ د لاندې ولسواليو تذکره لرونکو ته ويزې ورکول کيږي.

د يکشنبې په ورځ به یوآخې د «روداتو، پچیراګام، چپرهار ،حصارک ،خوږیاڼو او د شیرزادو» ولسوالیو تذکرو لرونکو ته ویزې ورکول کيږي.

د دوشنبې په ورځ به د (هسکې مینې، کوټ، غني خیل،اچین،نازیان او دوربابا ولسوالیو )) تذکرو لرونکو ته ویزې ورکړل شي.

د سه شنبې په ورځ به د (بټي کوټ، دره نور،کامې،کوز کونړ،ګوشتې، مومندرې او لعلپورې ولسوالیو ) تذکرو لرونکو ته ویزې ورکړل شي.

همدا راز به د چهارشنبې په ورځ د جلال اباد ښار د اته ناحیو، بهسودو، سره رود او چپرهار ولسوالیو تذکرو لرونکو ته ویزې ورکول کيږي.

ددې ترڅنګ به د پنجشنبې په ورځ د پکتیا، خوست، غزني،کونړ ،نورستان او لغمان ولایتونو تذکرو لرونکو ته ویزې ورکړل شي.

د نوي پلان او هوکړې له مخې به هره ورځ د پاکستان کونسلګرۍ ۱۸ سوه کسانو ته ويزې ورکوي چې د کونسلګرۍ نه بهر به د نظم او امنيت چارې د ننګرهار ولايتي ادارې په غاړه وي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ څخه د فساد، رشوت او بې نظمۍ خبرونه ورکړل شوي وو چې څو ځله د امنيت او سمون هڅې شوې دي خو ستونزه نه ده حل شوې.

په خبر پاڼه کې ويل شوي دي چې د پاکستان کونسلګرۍ ويزې په وړيا ډول ورکول کيږي او هيڅ ډول فيس او لګښت نه لري.

د ولايت مقام په خبر پاڼه کې د شکايتونو له پاره د ۱۶۰ شميره هم خپره شوې ده او ويل شوي دي چې که هرڅوک شکايت لري نو ۱۶۰ شمېرې ته دې زنګ ووهي.

ننګرهار: پاکستان کونسلګرۍ داخل کې د ويزو اخيستونکو د غرفو له پاره دکتار پنجرې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x