عراق :په بیلابیلو چاودنو کې دپولیسو دمشر په شمول 8 تنه ووژل شول
له بغداد نه په خپرو شویو راپورونو کې راغلی تیره ورځ بغداد ته څیرمه په دوو بیلابیلو چاودنو کې اته نفره ووژل شول او زیات شمیر ټپیان شول.
خبر زیاتوی لوموړی چاودنه بغداد ته څیرمه د(العلم )سیمه کې دپولیسو پر موټرو ترسره شو،دپولیسو مشر او دوه نور نفر پکې ووژل شول
، دو همه چاودنه د(ابو نواس )په سیمې کې ترسره شوه چې له امله یې پنځه تنه ووژل شول او شپږ نور زخمیان شول،دریمه چاودنه دایرانیان په بس کې رامنځ ته شوه ،زیات شمیر کسان پکې زخمیان شول.
احمد بریال