ورزش

ای پي ایل: ننګرهار لیپرډز کندهار نایټس ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان پریمیئر لیګ په دویمه سیالۍ کې نن د ننګرهار او کندهار لوبډلې مخامخ شوې چې په کې د مجیب ځدراڼ لوبډلې «ننګرهار» د اصغر افغان لوبډلې «کندهار» ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

په یاده لوبه کې پچه د کندهار لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، چې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو یې په ۲۰ اورونو کې ۱۳۹ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا سټرلینګ ۱۸، برینډن میکولم ۱۹، کریم جنت ۳۹ او کیون اوبراین ۲۲ چټکې منډې جوړې کړې.

د ننګرهار لوبډلې د توپ اچونې په برخه کې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې لوبډلمشر بین کټینګ په لومړي وار په یادو سیالیو کې ۵ ویکټې واخیستې، همدا ډول مجیب، ظاهر، نوین او رحمت هم ۱-۱ ویکټه واخیسته.

په ځواب کې د ننګرهار لوبډلې د نجیب ترکي او جانس چارلس په مرسته ښه پېل وکړ، نجیب ۳۲ او چارلس ۳۰ منډې جوړې کړې، وروسته حشمت شهیدي او شفق چټکې منډې جوړې کړې او لوبډلې ته یې په ۱۸.۳ اورونو کې بریا ورکړه، شهیدي ۲۶ او شفق چټکې ۳۵ منډې جوړې کړې.

یاد لیګ تېره ورځ د کابل ځوانانو او د پکتیا لوبډلو ترمنځ په سیالۍ پېل شو، په یاده سیالۍ کې کابل لوبډلې بریا خپله کړه، شېبه وړاندې د بلخ اتلان د کابل ځوانانو پر وړاندې سیالۍ پېل کړه چې د کابل ځوانان لومړی توپوهنه کوي او یوه ویکټه یې له لاسه ورکړې ده، په دغه سیالۍ کې یو وار بیا کریس ګېل د راشد خان پر وړاندې مخ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x