ای پي ایل: د بلخ اتلانو په خپله لومړۍ سیالۍ کې کابل ځوانان مات کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان غوره لیګ سیالۍ کې د بلخ لیجنډز لوبډلې د کابل ځوانانو پر وړاندې لومړۍ سیالۍ ترسره کړه، چې د کابل ځوانانو ته یې د ۸ ویکټو او ۷ توپونو په ستر توپير ماتې ورکړه.

که څه هم د کابل ځوانانو لوبډلمشر راشد خان او ورسره ملګري لوري ایوان په زړه پورې توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه او لوبډله یې له ستونزو وژغورله خو په توپ اچونه کې يې د بلخ لیجنډز لوبډلې توپوهونکو مخه ونشوه نیولای.

په ننۍ سیالۍ کې راشد خان په یوه اور کې ۴ شپږیزې او ۱ څلوریزه ووهله، ورسره یې د یاد لیګ تر ټولو چټکه نیمه سلیزه (په ۲۳ توپونو) هم ووهله، په مخالف لوبډله کې ریان ټین ډوسکاټی په ۲۶ توپونو نیمه سلیزه ووهله او د خپلې لوبډلې په بریا کې تر اخره ولاړ و، نوموړي د ۴ شپږیزو او ۷ څلوریزو په مرسته ۷۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

یاده لوبه چې د راشد خاو او محمد نبي تر مشرۍ لاندې ترسره شوه، په کې لومړی د راشد خان لوبډلې توپوهنه وکړه چې په ۲۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۶ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا لوري ایوان ۶۴ او راشد خان ۵۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د بلخ لوبډلې په پېل کې د تکړه کولن مونرو ویکټه د راشد خان په توپ له لاسه ورکړه، خو عثمان غني او ډوسکاټي په زړه پورې ملګرتیا وکړه، عثمان د ۴۰ منډو په جوړولو وسوځېد، ورپسې روي بوپارا د ډوسکاټي سره تر پایه ملګرتیا وکړه چې بوپارا ۳۸ چټکې منډې جوړې کړې، او د ۸ ویکټو په توپير یې ټاکلی هدف بشپړ کړ.

یاده دې وي چې د افغانستان غوره لیګ سیالیو په درې لوبو کې تر دې دمه ۵۳ شپږیزې وهل شوې دي، همدا ډول په تېرو دریو لوبو کې تر دې دمه دریواړه بهرني لوبغاړي د لوبې غوره لوبغاړي نومول شوي دي.

تر دې دمه د کابل ځوانانو په دوو سیالیو کې یوه، ننګرهار لیپرډز او بلخ لیجنډز هم یوه یوه سیالۍ ګټلې ده، سبا د یاد لیګ په څلورمه سیالۍ کې د ننګرهار او پکتیا او په پنځمه سیالۍ کې د بلخ او کندهار لوبډلې مخامخ کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د