د امریکايي بشر ضد جنایتونو په دوام کې د سولې رجزونه

نن ټکی اسيا- سرليکنه

په داسې حال کې چې د امریکايي ځواکونو لخوا په هیواد کې د ولسي وګړو د بمبارولو او وژلو لړۍ په توندي روانه ده د سولې عالي شورا وايي چې یو پلاوی یې پاکستان ته لیږلی تر څو هلته له پاکستاني علماوو سره د سولې په اړه خبرې اترې وکړي.

پاکستان ته د سولې عالی شورا د پلاوي سفر په داسې حال کې تر سره کیږي چې تازه امریکايي ځواکونو د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د محلي خلګو یو واده په نښه کړي چې له امله خواوشا ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سولې عالي شورا په داسې حال کې د سولې په اړه د پاکستاني علماوو مرسته غواړي چې د هیواد په داخل کې په یومیه شکل د امریکایانو د بمباريو او شپنیو بریدونو په ترڅ کې په لسګونو افغانان مړه او ژوبل کیږي او په ډیرو مواردو کې یې کورونه او ممتلکات هم تخربیږي.

که واقعا د سولې عالي شورا په افغانستان کې سولې راوستلو ته ژمنه وي نو د پاکستاني علماوو په ځای دي له امریکایانو وغواړي چې د ولسي خلګو د عام وژنې خونړۍ لړۍ دي ودروي.

ځکه په افغانستان کې د امریکايي مسلسلو جنګي جنایتونو د دوام ترڅنګ د سولې عالي شورا لخوا د پاکستان له علماوو څخه د سولې راوستلوغوښتنه پرته له دې چې پر امریکايي بشر ضد جنایتونو پرده واچول شي بله هیڅ توجیه نه لري.

د سولې عالي شورا که واقعا په افغانستان کې د سولې راوستلو صلاحیت لري نو له هیواده بهر نورو هیوادونو ته د تجارتي غولوونکو سفرونو په ځای دې د هیواد په داخل کې له امریکایانو وغواړي چې د افغان عام وژنې لړۍ ودروي ، ځکه له امریکايي یرغلګرو سره د افغانانو مقاومت د هغوي د وحشیانو کړنو غبرګون دی چې افغانان یې په زور ورته مجبور کړي .

د امریکایانو د دغو بشر ضد جنایتونو د دوام ترڅنګ له خلیلزاده نیولې تر سولې عالې شورا پوري که هرڅوک د سولې په نوم هلې ځلې کوی هغه په سولې باندې له ملنډو وهلو پرته بل هیڅ تعبیر نه لري.

avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حاجی اتاڼچی
میلمه
حاجی اتاڼچی

تیر وخت د مسلمانانو جهاد ته چه نظر وکړی،د جنګ جهاد نقشه او تکتیک به یی پد داسی شکل سره جوړه چه مقابل طرف ته به یی خآمخا د تیښټه لاره پریښودله،تر څو د جنګ په ماته کی کافران په اسانی سره تیښته وکړی،که دښمن هر څومره سخت را حصار کړی دومره سخته مقابله کوی،مثال که چیری یو زمری یو ګیدړ را حصار کړی ،نو د مجبوریته به د زمری سره سخته مقابله وکړی،اوس وخت د دی راسیدلی دی چه طالیبان دوه قدمه راورسته شی او خپل دښمن ته د تیښتی او په شاتګ لاره پریږدی،ځکه چه په دا جګړه… نور لوستل »

سوله اوربند
میلمه
سوله اوربند

اتانچی وروره، هره تبصره د لولم او ګټه ورڅخه پورته کوم.بهترینی نقطه ته د اشاره کړی ده.خو کاش چه زموږ خبری ته څوک غوږ ونیسی،زه نه پوهیږم چه دا زموږ غږ طالیب چاروکیو او دولت هم رسیږی کنه؟پخوانی د اسلامی دولت امیران خو به د شپی هم په کلیو او ښارونو کی د شپی ګرځیدل ،تر څو ضعیف ،قوی،کبرجن ،وږی تږی معلوم کړی،نو دا اوسنی دولتی امیرانو خو د سیمنټو دیوالالونه تر چاپیر کړی ،په دوربینو کی هم نه لیدل کیږی،طالیب چارواکی ځانونه د ولس مدافعین بولی خو دوی هم په سمه په کلیو کی څه چه په غرونوکی هم… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

دا به هم ووينو چي سوك تر وهي أو تشتي أو سوك نر غوندي په هسكه غاره پر ميدان ورته ولار وي.
زمري أو گيدره به هله در معلومه شي.
افغان، چي هغه بيا مجاهد وي أو بيا طالب وي، ديره د خندا خبره ده چي هغه دي په بلك أو يا وايت واتر سره وبيرول شي.
يوه ورز خو مو دا خواست له ماماگانو نه وكى چي نور بسته بالا ووزي،دير مو أفغانان ذهير أو وزورول ،نورافغانان پريژدي چي د ارامي سا واخلي.

مهمند
میلمه
مهمند

ګیدړان د زمری له ښکار وروسته بغاری ، چاپلوسی او فریبکار شروع کړی چه یا خو زمریان تیرباسی هغه ښکار دوی ته پاتی شی او لا په هغه شکار کی ورته څه مشخصه برخه ورکړی او لا د رمریانو پاتی شوی هدوکو باندی خولی وتپوی .
طالب مجاهدین چه په جنګ کی پوهیږی په سیاست هم پوهیږی ، که ستا په ټاټوبی څوک تیری وکړی او هر څه ته دی تاوان ورسوی او ستا د کورنی څه بی ضمیره ورسره ملګری وی هغوی ته وخت ورکول او په شا تګ د زمریاتو د ګیدړتو کار دی