پر افغانستان د امریکا د یرغل نن اوولس کاله پوره شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵تلې، ۱۳۹۷ل): پوره اوولس کاله وړاندې امریکا د ناټو ځینو غړو هېوادونو په ګډون پر افغانستان مخامخ نظامي یرغل وکړ.

د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر پر اوومه چې د ۱۳۸۰لمریز کال د تلې له پنځلسمې سره يې سمون خوړ، امریکايي (بې -۵۲) الوتکو پر افغان خاوره بمبار پیل کړ.

ظاهراً امریکا له «ترهګرۍ» سره د مبارزې، د مخدره موادو له منځه وړل او د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو په پلمه پر افغانستان یرغل وکړ، خو د دوی د خپلو چارواکو په وینا ناکامه دی.

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف پخپل مشهور کتاب؛ طالبان؛ له کندهاره تر مزاره؛ کې لیکي، بهرنیانو په لوی لاس پر جګړې ټینګار درلود.

د هغه په وینا د افغانستان اسلامي امارت د شیخ اسامه بن لادن رحمه الله اړوند څو وړاندیزونه ورته وکړل، خو امریکا یوې ته هم غاړه کې نه ښوده.

امریکا په افغانستان کې د خپلې خوښې حکومت رامنځته کړ، چې له امریکا سره په همکارۍ کې يې سلګونه علما، روحانیون، ځوانان او دیني مدرسین د ولایاتو او څرخي‌پله، بګرام او ګوانتانامو زندانونو کې زندانیان کړل.

امریکا له رسنیو نه په ګټې دلته د خپل کلتور لپاره پراخ کار وکړ، چې په نږدې دوه لسیزې جګړه کې يې د نظامي یرغل تر څنګ فکري جګړه هم ګرمه ساتلې ده.

د جګړې له پیله د امریکا او د هغوی د افغان همکارانو پر ضد پراخه ولسي مبارزه روانه وه، چې تازه يې پر بریا د حکومت چارواکي هم اعتراف کوي.

د شنونکو په باور له اوولس کاله جګړې وروسته امریکا د خپلو ظاهري دعواو په بریا کې ناکامه ښکاري.

حقوقي کارپوه عبدالشکور دادرس وايي امریکا تعرض کړی او د دوستۍ په نامه يې سخته دښمني راسره وکړه.

هغه په یوه تلویزوني بحث کې وویل، امریکا ګڼ داسې کسان هم د زندان تیارو ته ټېل وهلي چې نه دوسیه لري او نه يې جرم معلوم دي.

په وینا يې امریکا خلک مجبور کړل چې پر وړاندې يې وسله واخلي او هغوی چې د امریکا پر وړاندې مبارزین د ګاونډیانو په ملاتړ تورونوي، باید له امریکا وپوښتي چې هغه ستا له بمباره چېرته تللی وای؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د