افغانستان

طالبانو ته ښکنځلې کوونکی تن ژوندی نيول شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵تلې، ۱۳۹۷ل): طالبانو هغه افغان فيسبوک کاروونکی نيولی دی چې په ټولنيزو رسنیو کې به يې طالبان يهوديان بلل او د هغوی په خلاف به يې تبليغات او سپکې کنځلې کولې.

عبدالولي چې په جار قلم جار يې شهرت وموند له څه مودې راهيسې يې په فيسبوک کې په ژوندۍ بڼه د طالبانو په اړه بحثونه کول، طالبان يې يهوديان او د اسلام ضد بلل او په دې اړه به يې له نورو خلکو سره بحثونه کول.

عبدالولي چې د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی دی د کويټ په هيواد کې مزدوري کوي او څه موده وړاندې خپل کور ته راستون شوی دی.

عبدالولی په ټولنيزو رسنيو کې قلم په لاس راڅرګندېده او ويل به يې چې له طالبانو يهوديانو سره د قلم په طاقت مبارزه کوي او راچپه کوي به يې.

د فيسبوک ډيری فعالانو به د عبدالولي دغه اقدام ته د تمسخر او ټوکو په توګه کتل او له هغه سره به يې د څو شيبو ساعت تيرۍ له پاره وخت تيراوه او یا به هم د طالبانو په پلوۍ د خلکو له سختو ځوابونو او غبرګونونو سره مخ شو.

طالبانو دغه سړی نن سهار د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې نيولی دی.

په هغو ويډيويي صحنو او انځورونو کې چې د زرمت د سيمه ييزو طالبانو له لوري په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي دي، عبدالولي په يو جومات کې کينول شوی ښکاري او طالبان پرې توبې وباسي.

عبدالولي طالبانو ته ويلي دي چې غلطي يې کړې ده چې له طالبانو پسې يې خبرې کړي دي او بيا به داسې کار نه کوي.

هغه زياتوي چې مازغه يې کار نه کوي او څه يې چې ويلي دي هغه وخت کې يې مازغو کار نه کاوه.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم هغه څوک چې د طالبانو پر خلاف په مجلسونو او ديرو کې بحثونو کړي دي او په طالبانو به يې نيوکې کولې، د طالبانو له لوري نيول شوي دي.

د ټولنيزو رسنيو فعالانو په دومره عاجله توګه د طالبانو له لوري د عبدالولي نيولو ته حیران شوي دي، خو ځينې فعالانو ويلي دي چې داسې ښکاري چې عبدالولي دماغي ناروغ لري او له طالبانو څخه يې هيله کړې ده چې بايد خوشي يې کړي.

تر اوسه د عبدالولي د نيول کېدو په اړه د طالبانو رسمي سرچينو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساپی

ماته يي د۱۹۹۹ ع کال يوه خاطره رایاده کړه هغه وخت دارواښاد جنرال صیب رحمت الله خان سره يوکس په هئيت کي تللي ول چي هغه کس پخواء دډاکټر نجيب په خاد کي کارکاوه اودڅوکسو په وژنه هم تورن وو.چي دوئ په سپين زر هوټل کی اوسيدل دشپی په دولس بجو ددطالبانوداطلاعاتو مسئول ټيلفون ورته کړي وو چي تاسو سره يو خطرناک کس راغلي ټیلفون يي بند کړي. کومی کوټی سره چي ټیلفونې اړيکه نيول شوي تصادف په دهغی کوټه کي وکیل صیب سراج الدين خان منګل اوحبيب الرحمان منګل اوسیدل هغوسمدلاسه جنرال صیب له خوبه پاڅولی دټيلفون جريان ئي… نور لوستل »

غلام حضرت

هر څوک غ… خوری چه یو څوک یوه سیاسی جریان ته د کښنځلو په جرم ډبوی البته مقدساتو ته سپکاوی ددې امر څخه مستثنی دی. د کوم سیاسی او فکری جریان نقد د خلګو د پوهی د کچی سره تړاؤ لری، یو کس د کنځاوو په غالب کی خپل مخالفت ښئي او بل کس بیا په یو علمی او مناسب بیان یا لیکنی خپل مخالفت ښئي. په هر حال خبره داده چه هیڅوک حق نلری چه بل څوک د کنځاوو په جرم د مجازات وړ وبولی، بېغیرته او کمزوری او احمق کسان دا کار کوی. د ثور د اوومی او… نور لوستل »

لونګ

دا خبری د طالبانو له سویی نه اوچتی دي. طالبان دومره پوهه نلنری.

حاجی اتاڼچی

حاجی قلم کوم د لاس ګناه نه دکړی،فقط په خوله خبری یی کړیدی،د خبرو کړلو باندی په ډیر ملکونو کی هیڅ سزا نه ورکوله کیږی،طالیبان باید پراخه سینه ولری،هر افغا ن نیوکی ته باید غوږ ونیسی او قناعت ورکړی،حاجی قلم باید ازاد شی.

pattang

حاجي اتڼچي ! ډول ته غلط اتڼ کوې دغه ستا مفکور ه د افغانستان د اکسریت مسلمان اولس عقیده او مفکوره نده،بلکې د لیبرالې غربي دیموکراسي بوی ترې راځي !!!! په اسلامي اخلاقو کې ریښتیا وېیل او حقیقت څرګندول اجر لري ، خو دهویت غلطول ، دورواغ وېیل لویه ګناه ده اوهم ستا په غربي نړۍ کې د هویت غلطول د اسنادو غلطول دي چې ډیره سخته قانوني جزا لري !! د فکر ازادي او داسې پروپاګنده چې يو انسان او يا يو قام په ټول اولس کې بد معرفي کوي د بیان دازادي سره نه بلکې د شیطان منافق… نور لوستل »

لونګ

طالبان که غواړی چه اسلام نړی ته یو خشن او کرغیړن دین ښکاره کړی بیا د حاجی قلم نه یله کوی. او که اسلام د بښنی، عفوی او بخشش دین وی بیا دی یله کړی زر تر زر بدون لدی چه ویزوروی.

مهمند

زمونږ د ژوندانه دوره کی ډیر تحولات یا بدلونونه رامنځته شول چه خوب او حیال کی مو نه ګرځیدل هرڅه مو په رڼو سترګو ولیدل یوآځی څه چه راته پاتی وو د دجال یا دجالی سیستم لیدل وو هغه مو هم ولید که دجال مو نه وی لیدلی سیستم یی ورله وینو ، زمونږ سره امریکایان او اروپایان په تماس کی نه دی بلکه د هغوی معاش خواره په یوه او بل نوم د ډالرو په زور ګډی ودی لیکی نه له له خدای ، نه له مظلوم اولس له اوښکو او فریادو ډاریږی او نه شرمیږی حتی له خپل… نور لوستل »

جميل

كنزلي كول يعني فحش ويل زمونژ په دين كي حرام دي، سربيره پر دي زمونژ په غيرتي جامعه كي دير پست أو بد كار دى. دا سمه ده چي په ديرو ملكو كي كومه سزا نلري ، پدي ملكو كي كه چاته ووايي چي حرامي ، زنا كاره، حرام خوره ، … نو هغه چي حرامي وي ، زنا كاره ،حرام خوره ، …وي هغه ولي بد يوسي، أو ويونكي ته ولي سزا وركي . په نورو ملكو كي كه سوك چاته مفعوله(كوني) په بده ووايي، ديره بده خبره ده ، پدي چي هلته مفعوله تر نه مفعوله بهتره دى… نور لوستل »

غوربندي

له ښکنځلو غټ د غ. بل خوراک نشته،

زمونږ په سیمه کې رازۍ ډم د ډول په وهلو کې مشهور وو،،، د ډبولو به تړاو متل/مثال ګرزېدلی …

له طالبانو می هیله ده چې دا غولخور ښکنځلمار داسې ووهۍ لکه د رازي ډول.

د طالبانو مشران د دین علماء دي او د عالم استخفاف کفر دی،،،

کاش چې دې جاهلو ښکنځلمارانو له طالبانو سره غرض لرلی، دوی خو له طالبانو سره د عناد په وجه د دین او دیني شعایرو، تاریخ او ملي نوامیسو سپکه وایي.

چې ډب (ضرب) نه وي ادب نه وي

لونګ

د عبدالولی خبری ما هم اوریدلی دي. هغه په سر برابر ندی. که دماغ یی کار هم نکوی، اسلام د بخشش او عفوی دین دی. عبدالولی کوم مسلح شخص ندی هغه اسیر شوی او باید ورسره ښه چلند وشی. که خدای مکړه دا سړی طالبانو وواژه بیابه د طالبانو حیثیت نور هم پسی خراب شی او هم د ولسونو د پاڅون سره به مخامخ شي.

Back to top button
10
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x