د مسکا نړیواله ورځ، مسکا مو له مخ څخه د تکبر تاثیر له منځه وړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ تلې، ۱۳۹۷ل): وړمه ورځ (اکتوبر پنځمه) په نړۍ کې د مسکا نړیواله ورځ ولمانځل شوه، چې خلک د یو بل سره په ورین تندي او خندا خوله مخ کیږي، خو ایا پوهیږئ چې ستاسې په خوله خندا تاسې ته څومره ګټه دررسوي.

د دوو جهانونو سردار محمد صلی الله علیه وسلم ۱۴۰۰ کاله پخوا خپلو امتیانو ته د ټولنیزو اخلاقو او نزاکتونو په رڼا کې د مسکا او خندا په اړه وایي: «د خپل ملګري پرمخ مو خندا او په ورین تندي مخ کېدل صدقه او خیرات دی»، خو له بل اړخه یې په زوره خندا کول منع کړي دي.

د انسان پرمخ خندا، له یوه بل سره په ورین تندي مخ کېدل او خوشاله ژوند کول نه دا چې اسلامي غوښتنه ده بلکې د پوهانو په وینا خندا د غوره روغتیا په ساتلو کې مهم رول لوبوي، او په بدني او ذهني روغتیا مثبت اغیز کوي.

دوی باور لري چې خندا او مسکا زمونږ د روغتیا لپاره دومره اړینه ده څومره چې ورځنی ورزش او یا هم غوره خواړه اړین دي، ځکه چې په انسان کې زیاتره ناروغۍ له خپګان، تشویش، تنهایئ او ډپریشن څخه رامنځته کیږي.

خندا کول د هغو ناروغیو په څېر ده چې له یوه کس څخه بل ته اوړي، همدا ډول که ستاسې پرمخ خندا خوره وي هرو مرو به مو خواته کس هم د خوشالۍ احساس کوي او پرمخ به یې خندا خوره شي.

خندا ستاسې ذهني فشار او اندیښنې کموي.

خندا مو ښایسته کوي يا ستاسې د مخ جاذبه او کشف زیاتوي.

خندا مو د بدن دفاعي قوت زیاتوي او بالعکس خپګان او تشویش مو دفاعي قوت له منځه وړي.

خندا ستاسې له مخ څخه د تکبر او غرور تاثیر له منځه وړي، او خلک تاسې سره په خبرو اترو کې اساني او ارامي محسوسوي.

خندا مو د خلکو ترمنځ اعتماد او باوري کوي، او ستاسو ترمنځ د تکلف څخه ډډه کوي او د مخاطب کس زړه ته نیږدې کیږئ.

آن دا چې د یوې څیړنې له مخې ویل شوي، که چیرې تاسې د یو چا د غولولو او یا بل کوم چل او فریب لپاره پرمخ د دروغو خندا کوئ هم مو دماغو ته دا خبر رسیږي چې تاسې خوشاله یاست او په دې سره مو په طبیعي ډول په مزاج کې بدلون رامنځته کیږي، او ذهني فشار مو له منځه تللو سره په بدن کې داسې هارمونونه راپيدا کوي چې ستاسې په خوشاله ساتلو کې مرسته کوي، دغه حالت هغه وخت هم رامنځته کیږي چې ژوند مو له غمونو ډک وي خو بیا مو هم په خوله مسکا خوره وي.

د خندا پرمهال د انسان ټولې عضلې په حرکت راځي، تاسې به ځینې داسې کسان لیدلي وي چې پرمخ یې رونق نه وي، ددې معنا داده چې داسې کس له خندا څخه ډډه کوي او د مخ عضلې یې په حرکت نه راځي چې ورسره یې د مخ رونق او ښکلا هم له منځه ځي، ددې علاج دادی چې پرمخ مو د خلکو پرمخ مسکا خوره کړئ.

د خندا بالعکس غوصه کول که له یو اړخه د ټولنیزو اخلاقو او نزاکتونو مخالف دی او پر نبوي احادیثو کې هم ترې منع راغلې ده، له بل اړخه د ساینس له نګاه نه ویل کیږي چې غوصه کول د مخ ښکلا له منځه وړي، او د مخ عضلې له ستونزو سره مخ کیږي، پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي «د ځمکې پرمخ تر ټولو بدا اخلاقه انسان هغه دی څوک چې پر خپله غوصه کنترول نشي لرلای».

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د