افغانستان

محمد محقق پر اربکي قومندان «علي‌پور» د ځانګړو ځواکونو برید غندلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵تلې، ۱۳۹۷ل): د اجراییه ریاست مرستیال محمد محقق وايي، پر اربکي قومندان علي‌پور د ځانګړو ځواکونو برید د غندلو وړ دی.

هغه ویلي، په دې برید کې ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او ملکي هستوګنځایونه لوټل شوي دي.

محمد محقق ویلي، چې د لعل‌وسرجنګل ولسوالۍ نه ورته تلیفوني معلومات رسېدلي چې ځانګړو ځواکونو د دې ولسوالۍ په اسد اباد کې تر شلو ډېرو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

محقق د قومندان علي‌پور په اړه ویلي، دا خلک «هزاره‌میشتې سیمې» له اتلسو کلونو راهیسې د دولت کلک ملاتړي پاتې شوي دي.

تېره ورځ د غور د والي ویاند وویل، چې دوی د اربکي قومندان علي‌پور د نیولو امر ورکړی او ځانګړي ځواکونو له دوو ورځو راهیسې د هغه د نیولو په هڅه کې دي.

عبدالحی خطیبي وویل، قومندان علي‌پور په زور واکي بدل شوی او په لویو لارو خلک لوټي.

حکومت له طالبانو سره د جګړې لپاره د هېواد په ګوټ ګوټ کې ګڼ په اخلاقي فساد ککړ کسان وسله‌وال کړل، چې نږدې ټولو يې د طالبانو پر وړاندې ماتې خوړلې او حکومت ته سرخوږی ګرځېدلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close