امریکا چا ماته کړه – یو نامراده ذوق

استاد محمد زمان مزمل

هغه کسان چې ادبي ذوق ولري او پکې حساس وي هغه زما پشان نه په یو ځای پاتې کیږي او نه پکی اخر لري.

زه چی د نهضتي مظاهرو په مهال د اقبال له دې مصرې نه ډیر متأثر شوم او له هماغه وخته له شاعرانه ذوق سره لږ او ډیر پیوند شوم :

مسلمانی کہ داند رمز دیں را
نساید پیش غیر اللہ جبیں را

اگر گردوں بکام او نہ گردد
بکام خود بہ گرداند زمیں را (به یاران طریق).

خدای شته چی د اقبال پدې توحیدي تصویر کې د جومات د اخوندانو د ګډوډ تبلیغ سل برابره جذبات پارونکی خطاب پروت دی.

داسې د جهاد په دوران کې د ډیرو شاعرانو بیا د خلیلي صیب خدای بښلي او خپل ناګار له نیمه ویده سرودونو متاثر شوم.

ښه می یاد دي چې د شورویانو د وتلو په مهال ناګار صیب یوه پاروونکی قطعه وړاندې کړه او په هغه کې یوه مصره څه داسې وه چې د فیردوسي د شهنامې د حماسو نچوړ پکې ځای په ځای شوی وه:

کریملین د خړ جومات درشل ته ټیټ شو

غلبله ده د ملحدو په حرم کې

باور وکړئ که زما په لاس کې هغه مهال د یوه هیواد واکمني وه مابه ناګار ته پدې شعر یوه قطعه د احترام په دود وړاندې کړې وه.

وروسته چی د طالبانو دوران راغی او بیا طالب په دوهم پیل کې رابر شو د طالب ترانو زموږ د ځوان نسل د موسیقي ذوق هم تر اغیز لاندې کړ او که رښتیا ووایم چې د طالب قربانۍ د همدې خوږو اشعارو ترانو د لحن په سمندر کې تر ملغلرو قیمتي مجاهدین راکاږي.

هغه چې د یو عمر خوړلي میرزا د ملا طفو په لړ کې یې دا ټول غیب ونغاړل هغه د ځوانیمرګ عبادالرحمن شاعرانه او په پښتو کې د اقبال په ذوق او لید ویلي توحیدي بګتۍ وې چې زه یی په زړښت کې د ځوانی په سلګیو وژړولم.

یوه دوست راته تیره هفته یوه طالبي ترانه پدې مطله وغږوله: امریکا چاماته کړه.

امریکا چا ماته کړه دا ترانه او شعر او تر شا یې عقابي او لحن ویونکي د شعر لحن او ادا له مخې هغه څه و چې زما د خیال په دنیا کې عبادالرحمن ، احمد شاه، نوبهار، سراجي ټول څنګ په څنګ ودرول .

پر دې ترانه یو ادبي مکث:

ترانې او اشعار له هر څه نه شاعرانه تصویر اخلي هغه په خپل ځای د یو تاریخي پړاو او یو تاریخي تحول سرلیک جوړوي.

امریکا چا ماته کړه شعر او ترانه مختصر ویلی ژور او له پیله تر پایه د یوه تحول جغرافیه پکې داسې معرفي او غځول شویده چې خپلو لنډو مصرو کې د یو تاریخي تحول پیل او دوام فتحه او بری په هغو قافیو کې تصویر کوي چې ناست او الوت پکې د تأثرونو د اډو یوه منظره ښئي

طالب ملا ماته کړ

منصوره تا ماته کړه

اخ و ژړا ماته کړه

کفري دنیا ماته کړه

اخ و ژړا ماته کړه

دا ټول هغسې چې پیل شو او هغه څه چې تر دې ځایه راورسیدل هماغسې تصویر شول ولې د ترانوال لحن او ادا پکې طوفان کوي

په ترانه یو فکري مکث:

امریکا چا ماته کړه؟

دا امریکا چې د طالب په ترانه کې ماته او قیصه یې ختمه تصویر شوې او په افغانستان کې په رښتیا د وتلو لارې لټوي هغه ددې ترانې د لحن شاته په هر ولایت کې په لغمان کې،قندهار کې،غزني کې،کابل کې او په هر ځای کې هره ورځ داسې بمبارد کوي چې د یوې کورنۍ نه د شهیدانو یو ګیډی پورته کوي .

همدا امریکا د پنځوسو کلونو وروسته خپل سفارت بیت المقدس ته وړي او سعودي عربستان زموږ د مقدساتو جغرافیی ساتونکو ته دړاکه ورکوي چې که د امریکا حمایه نه وي سعودي پکې دوه ونۍ نشته .

همدغه امریکا ده چی زموږ د ترانو په سجل کې په ماته د هر مظلوم زړه تسلي کیږي .

موږ پرون شوروي هم مات کړ شوروي چې نن د روسیی په عنوان د صلاح الدین په میراث سوریه کې له افغانستان نه زیات رویی او ظالم حضور لري .

زه خپلو ځوانانو او تنکي ځوانانو ته وایم له دې ترانو خوند واخلئ او پدې خپل مورال اوچت وساتئ ولې د ترانو نه بهر واقیعتونه تر ترانو زیات او بل څه ته ضرورت لري .

هغه چې د نیکونو، نیکونو نه مو په میراث وړي او موږ پکې له خپلو رقیبانو او دښمنانو سره د خپل کور په بام د جنګ مصاف ته ځو هغه د معاملګرو مشرانو په لاس دغه تقسیم شوي ملتونه او تقسیم شوی امت دی چې ډیری کرته همدا ترانې پکې د تلافي لپاره جذبات پاروي

تراني او له بهرنیانو پاک افغانستان:

افغانستان به له امریکا پاک شي خو د امریکا نه بې نیازه افغانستان هغه خوب دی چې له ویښو شوو افغانانو نه همیشه هیر شوی دی .

انګلیس له شلو هیوادونو نه په زور یا په سیاسي مبارزو ګډه شو ولې نن نیمه پیړۍ وروسته بیا هم په هماغه هیوادونو کې دا انګلستان دی چې مشران او حکومتونه پکې ساتي .

کومې خبرې چې ټرامپ سعودي پاچا ته وکړې دا پکې یو مثال واخلئ او خپل هیواد هم په هغه باندې قیاس کړئ.

امریکا چې خالي په خپله چوکو ښورولو له خلیج نه په میلیاردونو ډالر ټولوي.

ددغې امریکا ماتیدو ته لا ډیر وخت پاتې دی بیا هم که امریکا ماته شي موږ به د غربي تنګ مذهبي ایران او د شرقي بد فهمه پاکستان له پاره څه لرو.

ایران او پاکستان زموږ ګاونډي او دوست هیوادونه دي ولی نظامونه پکې دومره ټیټ او تنګ دي چې هغوې سباته همدا د سیمي، پاکستان او ایران ژغورونکي طالب هم نه شي زغملی .

امریکا چا ماته کړه:

امریکا د شوروي په پرتله په داسې پړاو کې د شوروي د تشې ډکولو هڅه وکړه چې افغانان د شوروي جنګ او خپلو داخلي جګړو هم ستړي کړي و او هم تقسیم کړي ولی یو څه چې د شوروي او امریکا سره په جګړو کې ځلانده تفاوت لري هغه دا ده چې د امریکا پر ضد د جنګ ناممکنات داسې مات او لرې شول چې د جنګ تیر تاریخ او د امریګا پرمختللی جنګي تیکنالوژۍ دواړه پکې مفلس وختل .

دا چې دا جګړه به پخپله سیاسي فتحه کې د تیر جنګ فاتحینو او د پارونکو ترانو په کچکول کې څه غورځوي دا پکې د سبا ناتللی ارمان دی .

ولې هغو ځوانانو ته چې امریکا او ناټو ته یې پدې اولس کلن تاریخ کې د تجاوز ځواب ووایه همدا د پارونکو ترانو او امریکا چا ماته کړه خمار هغه نغده مبارکي او تسلیت دی چې د شاعرانو دغه پیرزو موږ او ډیر نور پر اوښکو لمانځو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د