افغانستان

ميدان وردګ: د سيد اباد امنيه قومندان په ګډون ۶ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵تلې، ۱۳۹۷ل): طالبانو تيره شپه د ميدان وردګ ولايت په سيد اباد ولسوالۍ بريد کړی دی او د ولسوالۍ د نیولو ترڅنګ يې ۶ تنه امنيتي سرتيري هم وژلي دي.

د ميدان وردګ د ولايتي شورا غړی شريف الله هوتک وايي چې لسګونه طالبانو تيره شپه دوه بجې د سيد اباد ولسوالۍ په مرکز بريد وکړ چې په نتيجه کې يې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولويده.

هوتک وايي چې په دغه بريد کې د سيد اباد د امنيه قومندان سيد ضراب شاه په ګډون ۶ تنه پوليس وژل شوي دي.

بل لور ته د ميدان وردګ ولايت وياند عبدالرحمن منګل جګړه تائيد کړه او د امنيه قومندان د وژل کېدو او ولسوالۍ د سقوط څخه ناخبري وښوده.

د ميدان وردګ امنيې قومندانۍ وياند حکمت الله درانی ومنله چې د تيرې شپې په بريد کې د سيد اباد امنيه قومندان سيد ضراب شاه په ګډون شپږ تنه امنيتي سرتيري وژل شوي دي.

که څه هم ولايتي شورا او ولايتي اداره د ولسوالۍ د سقوط په اړه يوه خوله نه دي خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره شپه يې سيد اباد ولسوالۍ مرکز، امنيه قومندانۍ او څو نورې پوستې هم نيولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

د ولسوال وراره (خدای خبر دنده یی څه وه) د طالبانو په لاس اسیر شوی، پلار یې مستري تورګل ښه سړی دی، له طالبانو مې هیله ده چې ویې بښي او راخوشې یې کړي.

رحمت افغان

ځايي پولیس وايي ۱۸ تنه پولیس وژل شوي ؤ چې بیا دری نور هم په شااو خوا سیمو کې وموندل شول چې ټول ټال ۲۱ تنه دولتي ځواکونه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي ولسوالي امنیه قومانداني او نورې اړونده پوستې ټولې سفوط شوې طالبانو د ولسوالۍ ملکي مامورین ژوندي بیولي هیله ده له کوم تکلیف ورکولو پرته ېې خوشي کړي. هغوی کې ځینې چې زه پيژنم ښه خلک دي او په ملکي برخه کې ېې دندې وې حربی دوښمن نه ګڼل کیږي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x