له 7 اکتوبر څخه افغانان په ازموینه کې

عبدالله عزام

اولس کاله وړاندې د امریکا پر نړیوال تجارتي مرکز World Trade Center باندې برید وشو چې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان پکي ووژل شول او امریکا یې پړه نیغه پر اسامه واچول او له طالبانو یې وغوښتل چې تر ۷ اکتوبر پوري دي اسامه ورته وسپاري، کنه د امریکا د پوځي یرغل هدف به وګرځي.

امریکا چې له وړاندې یې لا په اسلامي هیوادنو کې د جګړې د اور بلولو اراده درلودل، نو د یادې بانې په موندلو سره یې د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر د میاشتي پر ۷ نېټه پر افغانستان پوځي یرغل راوړ او هلته پر اسلامي شریعت او احکامو بناء نظام یې ړنګ کړ.

دا یوازي پوځي یرغل نه ؤ، بلکي د افغانانو د عام وژني او ربړوني تر څنګ یو فکري یلغار او ناورین هم ؤ چې د ډیرو خلګو فکرونه د غربي تمدن او ثقافت لپاره ځالي وګرځېدې. د هغوی ذهنونه یې په داسي ناآګاهانه ډول تسخیر کړل چې د یوه کور په انګړ کې، پر یوه دسترخوان ورسره لوی شوي وروڼه یې د ځانونو او هېواد دښمنان وبلل او مغرب ذاتو داسي عینکي ورپه سترګو کړې چې د پلار، نیکه او عامو مسلمانانو قاتلان ورته پکي دوستان، وطن جوړونکې او سوله ساتي ښکاره شول.

حقیقت دادی چې دا په اصل کې د الله تعالی له لوري یوه ازموینه او امتحان دی چې په افغانانو یې وکړ. الله تعالی غوښتل لکه څنکه چې د الله تعالی مبارک عادت هم همداسي دی چې خبیث او طیب سره جلا کړي؛ الله تعالی هیڅکله منافقین او سپېڅلي مسلمانان مخلوط نه سره پرېږدې.

همدغه امتحان الله تعالی د همدې لپاره په افغانانو وکړ، تر څو یې بندګان هم وګوري چې څوک د ابراهیم علیه السلام د رب په مینه کې د هغه د سوځولو په موخه لمبه شوي اورته ټټر وهي او څوک د نمرود د خدایانانو په پښو کې د عبودیت سر ایږدي؟! څوک د اصحاب الخدود په څیر د خپل رب پر سپېڅلي دین د محکم پاتي کېدلو په جذبه کې سرشار د اور په خندقونو کې وریتېدل خوښوي او څوک د مرګ او منصب له لاسه ورکولو له ډاره د باطل پر وړاندې لاس په نامه دریږي؟!

همداسي وشول چې الله تعالی خبیث او طیب سره بېل کړل، ځیني د بوش د انا ربکم الاعلی نارې او تر سږمو په ټیکنالوژۍ سمبال پوځ دومره مرعوب کړل چې له اسلامیت او افغانیت ورته تېر شول او ځینو بیا دا هرڅه اوتي بوتي وبللې او له دې هرڅه پورته یې پر هغه ذات نظر وکړ، هماغه یې په هرڅه کې خپل کارساز وګاڼه چې داسي باطل ارباب او پر اسبابو تکیه کونکي یې تل په نېل کې لاهو کړي دي. ځینو د مادیت او عیش په خاطر هره بې ناموسي په پټو سترګو قبوله کړه او څوک بیا خپل او د خپلو هیوادوالو عزت او آبرو ته څوکېداران پاتي شول. له ډېرو څخه کلتور، تمدن، اخلاق او عنعنات له غرب څخه را الوتو سیلیو وتروړول او څوک بیا په پیغمبرانه اخلاقو او لباس کې ملبوس سنګین او خپلو عنعناتو ته ژمن پاتې شول.

هغه چې بزدلانو یې په رڼو سترګو د زوال خوبونه لیدل، نن پر ۷۰ سلنه خاوره بې تاجه پاچاهي کوي او هغه چې ځانونه یې نور د دې هیواد د واک او چور څښتنان ګڼل، نن له ډاره د سیمټي بوجیو شاته پناه اخلي.

د عقل څښتنانو ته دي جوته وي چې د حق او باطل په معرکه کې تل الله تعالی لومړی د خپلي ډلي صبر ازمویي؛ هغوی په ډول ډول امتحانونو کې اچوي او د آئنده ستري ورسپارونکي ذمه دارۍ استعداد او توان پکي پیدا کوي، کله چې له دې مرحلو تیر شي له هغه وروسته یې بیا لایزال رب په بدله کې په خپل یوازیني نصرت او فضل سره د کمال، واک او اقتدار په انعام سره نازوي او د خپل دین د مرستي لپاره د یو قوت په څیر کار ترې اخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د