امریکایي اشغال موږ ته څه راکړل؟ ( لومړۍ برخه)

قاري حبیب

عام باور دا دی چې پخوانۍ استعماري دورې که څه هم تر استعمار لاندې ملتونو ته په دیني او کلتوري لحاظ زیانونه واړول، د هغوی دیموګرافي یې تغیر کړه او له خپل دین، فرهنګ او ارزښتونو یې پردي کړل. اما په مادي او دنیوي لحاظ یي مستعمره اولسونو ته یو لړ ګټې هم ورسولې. لکه د پاکستان او هند په شان د انګلیس پخواني مستعمرات چې د صنعت، کرهنې، تعلیم،حکومتدارۍ، حمل و نقل او ډیر نور انکشافي بنسټونه یې د انګریز د وخت میراث دي چې د دې هیوادونو په اقتصادي پرمختګ کې اساسي نقش لري.

اما په افغانستان امریکایي یرغل که له یوې خوا زموږ ملت په دیني او معنوي لحاظ وځاپه، بل اړخ ته یې په مادي او دنیوي لحاظ هم درانه تاوانونه ورواوړل. امریکایانو د دې په ځای چې د ښې حکومتدارۍ، شفافیت، قانونیت، حفظ الصحې او امنیت پیغام راوړي. زموږ اولس ته یې اداري فساد، اختلاس، غصب، د قومونو تر منځ نفاق، د مخدره موادو ډیرښت، بې قانوني، ایډز، خشونت او نور ډول ډول بدمرغۍ له ځانه سره راوړې چې دلته به مختصرا ورته کتنه وکړه.

اداري فساد

د امریکایانو له راتګ پخوا په افغانستان کې اداري فساد تر ډیره حده یوه ناپیژندویه پدیده وه. د طالبانو د حکومت په مهال اداري فساد یوازې د رشوت په معنی و، چې مرتکبینو ته یې سختې سزاوې ورکول کیدلې. خو له یرغل وروسته امریکایانومنظمه هڅه پيل کړه چې د اداري فساد کلتور دلته عملا تطبیق او ترویج کړي.

په افغانستان کې د اداري فساد د ترویج پړه ځکه د امریکایانو په غاړه ده چې فساد له لویه سره د هغو پیسو په توسط ترویج او تکثیر شو چې بهرنیانو افغانستان ته د مرستو په نوم ورکولې، د دې پیسو اتیا فیصده خپله د بهرنیانو لخوا مصرف کیدلې چې قرار دادونه یې له سترو فسادونو سره مله ول.

د شفافیت د نړیوالې ادارې د احصائیې له مخې افغانستان په ۲۰۰۵ کال کې د نړۍ په ۱۵۹ هیوادونوکې د شفافیت له اړخه ۱۱۷ ځای درلود چې دا نسبتا ښه حالت و، خو وروسته د اداري فساد پدیده دومره زیاته شوه چې له ۲۰۱۰ بیا تر ۲۰۱۵ کلونو په جریان کې د کابل حکومت هر کال د نړۍ د دریو فاسد ترینو حکومتونو په لست کې ځای نیو او په اداري فساد کې یي لومړنۍ مقام ګاټه.د اشغال په دې کلونو کې د مجموعي رشوت کلنی مقدار پرلپسې په لوړیدو و، د افغانستان د شفافیت د څارونکي بنسټ د احصائیې له مخې په ۲۰۰۷ کال کې مجموعا ۴۶۶ میلیونه ډالره رشوت اخیستل شوی و، چې دغه کچه په ۲۰۱۰ کال کې ۱۰۰۰ میلیون ډالره او په ۲۰۱۴ کال کې ۱۹۴۲ میلیونه امریکایي ډالرو ته ورسیده. خو د ملګرو ملتونو د مخدرو توکو او جرمونو د ادارې احصائیه د اداري فساد ارقام تردې هم لوړ بولي. دغه احصائیه وایي چې د امریکایانو د پوځي حضور د اوج په کال ۲۰۱۲ کې ۳۹۰۰ میلیونه ډالر د اداري فساد په معاملو کې لاس په لاس شوي دي.

ملکي تلفات او جرائم

له امریکایي یرغل وړاندې افغانستان د سیمې او نړۍ په کچه د امنیت بیلګه هیواد بلل کیده. د طالبانو اسلامي نظام چې د دې هیواد ۹۵ خاوره یې تر کنترول لاندې وه، د شرعي قوانینو په تنفیذ سره یې بي ساری امنیت راوستی و. خو د امریکایانو له راتګ سره د افغانانو سر او مال یو ځل بیا له ګواښ سره مخامخ شو. د امریکایانو دحضور تیر اوولس کلونه د افغان اولس لپاره د سر او مال د زیان خورا بد کلونه وه چې د ملګرو ملتونو د نماینده ادارې یوناما د احصائیې له مخې یوازې د ۲۰۰۹ ــ  ۲۰۱۵ کلونو تر منځ موده کې تر پنځوس زره زیاتو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله رسیدلې چې له جملې یې ۲۱۳۲۳ تنه ملکي خلک وژل شوي او ۳۷۴۱۳ تنه ټپيان شوي دي.

د ملکي تلفاتو عاملین که څه هم د جګړې دواړه اړخونه دي، خو د دې غمیزو د اصلي مسؤلیت پړه ځکه د امریکایانو په غاړه ده چې دوی په خپل اشغال او پوځي برید سره د روانې جګړې سبب جوړ شوي او د ملکي تلفاتو غمیزو ته دوام ورکوي. د افغانستان د ستراتيژیکو مطالعاتو مرکز په ۲۰۱۵ م کال کې  د نا امنیو او ملکي تلفاتو د عواملو په اړه د افغانستان په بیلابیلو ښارونو کې نظر پوښتنه کړې، چې له مخې یې ۴۱ فیصده خلکو د جګړو او روان بحران عامل بهرني ځواکونه بللي او ۶ فیصده خلکو دروان بحران دمسؤلیت ګوته طالبانو ته نیولې.

د یوناماد احصائیې له مخې د امریکایي حضور د اوولس کلنې مودې په لړ کې یوازې  د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۵ کلونو تر منځ ۱۱۸۶۷  ماشومان او ۴۶۱۴ ښځې د جګړو قرباني شوي دي.

که راشو د جرائمو برخې ته، نو د امریکایي اشغال په کلونو کې په افغانستان کې د قتل، جرح، غلا، اختطاف، جنسي تجاوز او قاچاق په شان جرائمو هم پرلپسې صعودي مزل وهلی او کال په کال زیات شوي دي. د احصائیې د مرکزي ادارې د ارقامو له مخې په ۲۰۰۸ کال کې د ثبت شویو جرائمو مجموعي کچه ۶۷۷۶ جرمي موارد و، چې په راتلونکي کال دغه کچه ۷۱۶۴ ته ورسیده. خو په ورپسې کلونو کې دغه کچه په حیرانوونکې ډول زیات شوه تر دې چې په ۲۰۱۱ کال کې د ثبت شویو جرائمو شیمره ۱۵۵۹۳  ته پورته شوه، خو راتلونکی کال تر دې هم بد و ځکه د ثبت شویو جرائمو کچه ۲۷۱۲۲ ته ورسیده.

د جرائمو د عواملو په اړه شوې پلټنې ښيي چې د جرمونو ستر عوامل اداري فساد، ګوډاګي چارواکي او زورمندان، فرهنګي یرغل، بې کاري، ناوړه رواجونه او له زورواکو سره د غیرقانوني وسلو شتون دی.که یادو شویو عواملو ته دقیق نظر وکړو نو پوهیږو چې په یوه نه یوه ډول له امریکایي یرغل او بهرنیانو سره تړاو لري، ځکه امریکایان وو چې دلته یې ټوپکیان یو ځل بیا مسلح او د ملت په اوږو سپاره کړل.

امریکایان که څه هم افغانستان ته د ښځو د حقوقو له شعار سره راغلل خو د اشغال په موده کې د افغان میرمنو وضعیت پرلپسې له بدو بدتر شوی دی. تر دې چې د امریکایانو له راتګ ۱۲ کاله وروسته په ۲۰۱۳ کال کې د ښځو په وړاندې د خشونت ۶۶۱۱ پیښې په رسمي ادارو کې ثبت شوي دي.

ایډز

په ۲۰۰۰ کال کې هغه وخت چې په افغانستان د طالبانو حکومت و د روغتیا نړیوال سازمان د ایډز د بدمرغې ناروغۍ په اړه تفصیلي راپور خپور کړ. په راپور کې راغلي و چې ایډزچې تراوسه یې څلویښت میلیونه وګړي وژلي همدااوس په اوسط ډول په  کال کې دوه میلیونه وګړي دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دژوندله خوږوله محروموي .نړیوالې روغتیایې ادارې دخپلې کړې سروې له مخې داهم ویلي و چې  دګردې نړې په سطحه افغانستان یوازینی هیواددی چې ددې وېروس مثبته پیښه نده پکې موندل شوې .

خو زموږ هیواد ته د امریکایانو له راتګ سره ایډز هم یو ځای راغی، په لومړنیو کلونو کې به د ګوتو په شمیر دایډز د پیښو راپور ورکول کیده، په ۲۰۰۹ کال کې د ایچ آی وي ویروس د مثبتو پيښو شمیر تر ۳۰۰ پورې ورسید تر دې چې په ۲۰۱۳ کال کې د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په هیواد کې  په ایډز د اخته کسانو شمیر ۱۶۹۴ تنو ته رسیدلی دی.(پاتې لري)

یادونه : دلوړې لیکنې ډیری ارقام د افغانستان د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څیړنو د مرکز(CSRS) له راپور څخه را اخیستل شوي دي. دغه راپور چې په ۳۸۰ مخونو کې په کتابي شکل چاپ شوی له ۲۰۰۱ بیا تر ۲۰۱۵ کال پورې د افغانستان وضعیت په کې ارزول شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د