د سریښو ډنډ ته داخیلېدل اسانه؛ خو وتل ورڅخه ډېر سخت دي!

خبیب خالد

له نن څخه، ۱۷کاله وړاندې د ۱۳۸۰لمريز کال د مېزان پر ۱۵مه نېټه د امریکا په مشرۍ د ناټو پوځي ائتلاف پر افغانستان یرغل وکړ، همدغو بې رحمه یرغل کوونکو د افغانانو د وینو ویالې وبهولې او د ځمکي او هوا له لاري یې زموږ په پاکه خاوره تېری وکړ، دلته جوړ سوچه اسلامي نظام یې رانسکور کړ، ارګ ته یې په غرب کې روزل شوي مزدوران راوستل او زموږ د مسلمان ملت واګي یې همدغو تش په نامه مسلمانو؛ خو په اصل کې د غرب د اهدافو عملي کوونکو ته په لاس کې ورکړې .

یرغلګرو چې بهانه یې د سپټمبر ۱۱ د پېښې غچ اخیستل وو؛ خو وروسته معلومه شوه چې جورج بوش د جګړې تر شروع کېدا څو محدودي ورځې مخکې، نړیوالو ائتلافیانو ته دا خبره وکړه، چې که څوک د دې له پاره له موږ سره په افغانستان حمله کوي چې د سپټمبر د ۱۱ غچ واخلي؛ نو دا فکر دي هیڅ نه کوي؛ ځکه دا جنګ د صلیب او اسلام جنګ دی . همدارنګه نورو نړیوالو ته یې دا په غوږ کې ورکړل، چې موږ به په افغانستان کې نشیې توکې له نشت سره مخ کړو او هلته به یو معتدل او د افغانانو د خوښي وړ حکومت رامنځ ته کړو؛ خو موږ او نړیوال وینو چې د امریکایې یرغل ۱۷ کاله پوره کېږي، د دې پر ځای چې افغانستان کې سوله ، ثبات ، ارامي ، او د افغانانو د خوښي وړ حکومت منځ ته راشي، د یرغلګرو او نړیوالو په خبره د تروریستانو ځاله ختمه شي؛حالت ورځ تر بلي ترینګلی کېږي او په افغانانو کې قومي دښمنی، ژبني تعصبات، نا ارامي، د نشیې توکو زیاتوالی، د اسلامي او افغاني کلتور له منځه تلل، د افغانانو د ژوند سره لوبې او د وینو د ویالو بهېدل، د افغان مېرمنو بې عفته کول، اسلامي شعائرو ته بې احترامي، د تروریستانو په نامه د علماؤ او متدینو مسلمانانو په شهادت رسول؛ دا او دې ته ورته نور ډېر هغه څه دي چې د امریکایې یرغل سره په افغانستان کې همدغو بې رحمه یرغلګرو او د دوی ائتلافیانو وزېږول .

اوس سوال پیدا کېږي چې امریکا په دا ۱۷ کاله جګړه کې خپل هدف ته ونه رسېده ، حال داچې ترېلیونه ډالر یې مصرف کړل، زرګونه عسکر یې له لاسه ورکړل، نړیوال اعتبار یې بایلول، د نړیوالو څو تریلونه قرضداره شوه؛ نو بیا ولي خپلې پښې نه سپکوي دوی خو له افغانستان څخه په وتلو کې ازاد دي څوک خو یې مخه نه نیسي ؟

ځواب : زه فکر کوم چې د بوش هغه خبره چې د جګړې د شروع څخه مخکې یې خپلو ائتلافیانو ته وکړه او ویل یې چې دا جګړه د صلیب او اسلام جګړه ده؛ دا خبره د بوش خپله خبره نه؛ بلکي د نړۍ د یهودو د مشرانو خبره ده ، د بوش له دې خبري دا معلومېږي، چې نړیوالو یهودو او نصاراؤ په ټوله نړۍ کې له کوم اسلامي هیواد څخه وېره نه لرله، یواځې اویواځې افغانستان وو چې دوی پوهېدل چې همدا اسلامي نظام که بقا پیدا کړي؛ نو د ټولې اسلامي نړۍ د مستضعفو مسلمانانو غږ به اوري او له هغوی څخه به دفاع کوي . نو اوسنی جنګ چې مشري یې امریکا په غاړه اخیستي ده؛ خو شاته یې د یهودو مشران ولاړ دي او همدا د یهودو مشران امریکا نه پرېږدي چې دا جنګ ته د پای ټکی کېږدي، ځکه دلته د دي پرځای چې روانه جهادي ډله ضعیفه او له نشت سره مخ کړی؛ بلکي همدغه جهادي ډله د الله په نصرت سره نوره هم قوي، په پوره معنا هوښیاره او د غرب له چلنجونو سره اشنا شوې ده .

دوهم ځواب یې زما په فکر دا دی ، امریکا چې د نړۍ سوپر طاقت ( لوړ قدرت لرونکي ) وچه ځان معرفي کوي، نه غواړي چې له افغانستان څخه په داسې حالت کې ولاړ شي چې نړیوالوته ټیټ سترګې وي . دوی د دې لپاره دلته پاته دي چې ځان ته داسي یوه لاره پیدا کړي چې په هغه لاره کې دوی مات شوي معرفي نشي؛ خو ټول پوهېږي چې غوا توره او شیدې یې سپینې دي .

د سکات مېلر دا خبره چې زه به په افغانستان کې جنګ او دیپلوماسي دواړ مخته وړم ، د دې ښکارندویې کوي چې دوی نور د وتلو لار سنجوي . د سکات مېلر د راتلو سره په ولسي جرګه کې د امریکا سره د قرارداد د بیا غور کولو خبره، دا هم پوښتنه راپورته کوي .

همدارنګه د خلیل زاد راتلل چې بوش د افغانستان جنګ د ده په مشوره او د ده د جوړ کړي پلان سره سم شروع کړی وو او اوس یې بیا افغانستان ته رالېږي؛ له دې دا معلومېږې چې امریکا دا ځل غواړي چې د خلیل زاد په مشوره شروع شوی جنګ دوهم ځل د خلیل زاد په مشوره او د هغه په لاس جوړ شوي پلان سره ختم کړي .

امریکا ته پکار وو چې د روس له مشورو یې ګټه پورته کړې وای ، ریښتیا هم افغانستان د سریښو ډنډ دی ، راتلل ورته اسانه او وتل ورڅخه ډېر سخت دی .

بیا هم مسلمه امته! دا جنګ د اسلام او د صلیب جنګ دی مایوسه کېږۍ مه ، عزم مو قوي او د الله څخه نصرت وغواړي ، ان شاء الله ډېر ژر به دا مغروره امریکا ستاسې له لاسه نړۍ ته ډېره ضعیفه او سپکه معرفې شې .

avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حاجی اتاڼچی
میلمه
حاجی اتاڼچی

خبیب خالد صاحب.په زړه پوری لیکنه.زما په فکر د جګړه صلیبی نه بلکه یوه استخباراتی جګړه دها،د همسایه ګانو او صلیبیانو له خوا په مخ وړله کیږی،او د جګړی سوون توکی افغانان دی،و د جګړی میدان هم افغانستان دی،همسایه ګان مو مسلمانان دی په امریکا مو وژنی،او صلیبیان مو په خپله او هم خپلو طرفدارانو وژنی،همسایه ګان مو په دا جګړه خپلی ګټه پښتونستان او د افغانستان اوبو ته ،خړی سترګی نیولی،او صلیبان د خپل امنیت لپاره جګړه ته ملا تړلی ده.جګړه نوره هم پیچلی کیدونکی ده،خو ښه خبره دا ده چه د جګړی دواړه خواوی خپل دریځونه د سوله… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

ياره اتنچي دوا دي شه رشتيا خو وايي چي زه نه پوهيژم، زه يو ساده اتنچي يم . كنه پدي به توله پوه وي چي دا د همسايگانو جنگ ندى، كوم بي شميره كفار، د بي شميرو ملكو نه چي راغلي دي، په دوي كي يو هم زمونژ همسايه ندى .
دافغانانو د جنگ وس لا دييير پاته دى ، خو د امريكايانو باد په وتو دى أو وس يي ختم شو.

zadran
میلمه
zadran

جمیل صاحب ،اتانچی بیلکل صحی خبره کوی.دا جنګ بیلکل د همسایه ګانو جنګ دی،شروع کړی د بوتو د وخت پاکستان دی،ختم کیدل یی هم په دوی پوری اړه لری،په دا جنګ کی ډیر غټ مردار لاسونه ښکیل دی.د افغانان اوس د عزت مرګ په ارمان هم دی،د چا جنازه ونه شی،څوک په بمونو کی ورک شی،او څوک د لوږی د تندی ورک وشول،لنډ مثال،که چیری ته دا د اسلام او کفر جنګ بولی،نو تا ولی کفر ته (غرب)ته د مهاجرت کړی.پخوانی د غازیانو تاریخونه وګوره .یو هم د اسلام لښکر څخه کفرته د ځان سالامتی لپاره مهاجرت نه د کړی،تا… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

زدران صيب، دا خو به راسره مني چي تهمت أو بهتان انساني كرامت راتيتوي او فكر نكوم چي دومره په غيب پوه شي او يا جادوگر واوسى چي په پوه شى چي زه په لندن كي يم أو يا داچي سوسيال خوره يم ، زه نه په لندن كي يم أو نه هم الحمدلله سوسيال خوره يم . دا دي هم شه زره ته واچوه، كه په خوابدى كيژي هم ، داچي امريكايان به وزي، مري سترگي به وزي، په دكو پرتوگو به وزي ، خپلو غلامانوته به وايي چي نمك حرامي مه كُوي ، دا مرداري خو را پاكه… نور لوستل »