واشنګټن ایکزماینر: امریکا په افغانستان کې ناکامه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵تلې، ۱۳۹۷ل): د امریکا په مرکز کې واشنګټن ایکزماینر خپرونه لیکي، امریکا په افغانستان کې له اوولس کاله جګړې وروسته هم ناکامه ده.

د دې خپرونې د مطلب له مخې په دې جګړه کې د امریکا درې ولسمشران راغلل، خو یوه يې هم د بریا پالیسي نه درلودله.

د سرچینې په وینا په دې جګړه کې ۲۴۰۰ امریکایي عسکر وژل شوي او میلیاردونه ډالر لګښت شوی دی، خو لاسته راوړنه نه لري.

خپرونې په نظامي، تعلیمي او بیا رغونې په برخه کې امریکا ناکامه بللې او په وینا يې ټولو برخو کې پاتې راغلې ده.

اوولس کاله وړاندې امریکا په همدې ورځ پر افغانستان یرغل وکړ، چې د ګارډين ورځپاڼې د راپور پر اساس تر اوسه يې ۲۱۷زره عام افغانان وژلي دي.

د ګارډین د راپور له مخې په دې جګړه کې تر ۳۵۰۰ ډېر بهرني عسکر وژل شوي، خو لا هم امریکا د بریا غږ نه شي کولی.

د دې جګړې د رهبرۍ لپاره امریکا نهه قومندانان بدل کړي او تر اوسه يې درې ولسمشران په جګړه کې راغلي، بوش، بارک اوباما او اوس ډونالډ ټرمپ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د