کندهار: ارغستان ولسوالۍ کې ۱۷ تنه پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵تلې، ۱۳۹۷ل): د کندهار ولايت په ارغستان ولسوالۍ کې د طالبانو او عسکرو ترمنځ جګړه کې لس تنه پوليس وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند ضياء دراني رسنيو ته ويلي دي چې تيره شپه يوولس بجې د ارغستاان په جهاګير سيمه کې طالبانو د ملي او سرحدي پوليسو په پوستو بريدونه وکړل چې له امله يې ۱۰ پوليس ووژل شول او ۷ نور ټپيان شول.

ضياء دراني وويل چې جګړه د شپې يوولس بجې پيل شوې وه او د سهار تر څلورو بجو يې دوام وکړ او نور ځواکونه هم سيمې ته د مرستې له پاره ورسېدل.

درانی زياتوي چې په دغه جګړه کې اته تنه سرحدي پوليس وژل شوي او اووه نور سرحدي پوليس ټپيان دي.
خو سيمه ييزې سرچينې د مړو شمير ۱۰ او د ټپيانو ۷ تنه يادوي.

بل لور ته سيمه ييزې سرچينې وايي چې د تيرې شپې په بريد کې د سرحدي پوليسو د چټک غبرګون د قطعې د ټولې قومندان صلاح الدين هم له خپلو دوو ملګرو سره وژل شوی.

همدا راز سرچينه زياتوي چې د ارغستان امنيه قومندان عبدالله خان هم له دوو سرتيرو سره ټپي شوی دی.
ددې جګړې په اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د