بې پلوټه الوتکو په پاکستان کې 7 کسان وژلي

pakistan_airstrikeنن ټکی آسیا: پاکستاني مسؤلینو ویلي چې پرون ورځ په شمالي وزیرستان کې امریکایي بې پلوټه الوتکو دوه بریدونه کړې چې په پایله کې اول اوه کسان وژلي.

اول برید د میرانشاه په غربي سیمه داتا خیل کې پر یو موټر باندي وسو چې په نتیجه کې یې 4 کسه وژلي.

په دوهم برید کې چي په همدې سیمه کې پر موټر سایکل سپاره کسانو باندي شوی لږ تر لږه یې درې کسه وژلي.

په میر کې د امریکایانو ددغو بریدو په ضد یو غټ لاریون وسو چې په سوو کسانو شرکت په کښي کړی وو او د امریکا او د سي آی اې ضد شعارونه یی ورکول. یو قبایلي مشر وویل چې په دغه بریدونو کې عوام خلګ شهیدانیږی، مونږ د پاکستان د حکومت څخه غواړو چې ددغو بریدونو مخه ونیسي، کنې مونږ به خپل د احتجاجونو لړۍ اسلام ته وغځوو.

د څیړونکو په اند په پاکستان کې چې څومره پټاوونه او فدايي بریدونه کیږي، اصلي لامل یي همدا دی چې ددوی په کلي او کورو باندي د هوا له لاري بریدونه کيږی، چې په نتیجه کې بیا انتقاما دا خلګ په ښارو او حکومتي اهدافو بریدونه کوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.