افغانستان

ننګرهار: پاکستان کونسلګرۍ کې د ویزو ورکولو مهالویش تغیر شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵تلې، ۱۳۹۷ل): تیره ورځ د ننګرهار ولایتي ادارې اعلان وکړ چې نن یکشنبه به په ننګرهار کې د پاکستان کونسلګري بیرته پرانستل شي، خو نن ورځ بیاهم دغه کونسلګري د خلکو پرمخ بنده وه.

څو شیبې وړاندې د ننګرهار ولایت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د تیرې ورځې مهالویش له یو لړ تغیراتو سره خپور شو.

په خبر پاڼه کې راغلي دي چې سبا دوشنبه به په ننګرهار کې د پاکستان کونسلګرۍ په کار پیل وکړي.

تر دې وړاندې له یکشنبې څخه تر چهارشنبې پورې د ویزو د ورکړې له پاره د ننګرهار ولایت بیلابیلې ولسوالۍ جدول شوې وې او د پنجشنبې په ورځ بیا د نورو ولایتونو له پاره د ویزو د ورکړې خبره شوې وه.

خو د ننګرهار ولایت څخه په تازه خپره شوې خبر پاڼه کې نوی مهالویش تغیر کړی دی او په دې توګه خپور شوی دی.

د یکشنبې په ورځ د پکتیا،خوست، غزني،کونړ ،نورستان او لغمان ولایتونو تذکرو لرونکو ته ویزې ورکول کیږي .

د هرې دوشنبې په ورځ د (روداتو ، پچیراګام،چپرهار ،حصارک ،خوږیاڼو او د شیرزادو ولسوالیو تذکرو لرونکو او عمومي کوچیانو ) ته ویزې ورکول کیږي .

د هرې سې شنبې په ورځ د ( هسکې مینې، کوټ، غني خیل،اچین،نازیان او دوربابا ولسوالیو )) تذکرو لرونکو ته ویزې ورکول کیږي .

د چهارشنبې په ورځ د (بټي کوټ، دره نور،کامې،کوز کونړ،ګوشتې، مومندرې او لعلپورې ولسوالیو ) تذکرو لرونکو ته ویزې ورکول کیږي .

د پنجشنبې په ورځ د جلال اباد ښار د اته ناحیو، بهسودو او سره رود ولسوالیو تذکرو لرونکو ته ویزې ورکول کیږي .

په خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې د هرې ولسوالۍ خلک دې په خپله ورځ د ویزو له پاره ورشي او له مهالویش پرته چاته ویزې نه لګول کیږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حاجی اتاڼچی

پوره معلومات یی دی نه د نشر کړی.ویزی اخری ریت په څو دی؟څومره د سفیر .څو د وزیر او څو د کونسلر دی؟

جانان

دا کنسولګری ده که د تکزاس د ایالت د غوایانو د مسابقې مرکز دی؟

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x