نظم/ فضل باري مشفق

فضل باري مشفق

خاموشي وه، زندګي وه او سکون و
ساده ګي وه، خو ارام ښايسته ژوندون و

که غربت و او که فقر که نيستي وه
خو د خلکو له يو بل سره راستي وه

پرمختګ نه و خو ژوند هم په کرار و
د هر چا له خپله کاره سره کار و

بس د ژوند بيړۍ روانه د هر چا وه
نه ناټو نه ايساف نه امريکا وه

اوس هرڅوک کوي ارمان د هغه ژوند
له جګړې دي توبه ګار غواړي اوربند
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نړۍ هسې موږ ته جوړې بهانې کړې
او زموږ په خاوره يې جوړې غلبلې کړې

چې ګوزار زما په کور د صليب بم شو
نو اخته زما ولس په نوي غم شو

ورسره يو څه بې ننګه افغانان وو
بې غيرته، پیسه دوسته غلامان وو

شول پياده د ګران هيواد په پاکه ځمکه
کړ يې امن او خوښي له خلکو ورکه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دوی ويل چې مونږه ستاسو غم کې مړه يو
او موږ تاسو ته له هر چا څخه ښه يو

ډیر ساده مسلمانان ورته خوشال وو
خو د عقل خاوندان ورته ملال وو

يو ناتار او يو وحشت په وطن جوړ شو
جنګ زور واخيست بربريت په وطن جوړ شو

په هوا وې طیارې لاندې ټانګونه
او د ظلم او وحشت سپيره ځواکونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ازادي، ديموکراسي د دوی شعار و
خو په اصل کې فحشا ته د دوی کار و

خو چې څوک به يې دښمن او ترې بيزار و
نو هغه به يا شهيد يا ګرفتار و

تبليغات وو او ستاينې د وسلو وې
لاپې غورې د پوځونو د ناټو وې

مسلمان وړ د وژلو او ترور وو
او جهان ورته له يو مخې تربور و

بس ناتار په مسلمانو باندې جوړ و
او دښمن يې په وژلو باندې موړ و
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د وطن هره دره په وينو سره شوه
جومات، کلی، کور کوڅه په وينو سره شوه

دا يوازې نظامي جګړه هم نه وه
د تنصير او يهوديت د پلان حصه وه

ډیريې خلاص کړل له ايمان او له وجدانه
کالبوتونه يې کړل جوړ له مسلمانه

خو رښتيني مسلمان مجاهدين شول
او د کفر د اشغال مخالفين شول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دلته ډېرې پروژې کړلې دوی پلې
د اسلام په وړاندې يې وکړې هلې ځلې

مسلمان يې کړو بدنام په څو نومونو
او ماحول يې کړ ډک له ګمانونو

تبليغات، تور او تهمت د مسلمان شو
او کفار بيا ټول د سولې سفيران (!) شول

ښايسته مسلمانان ډير شهيدان شول
او بدرنګه ټول د کفر غلامان شول
ــــــــــــــــــــــــ
مسجدونه مدرسې شولې بمبار
کور او کلي او کوڅې شولې بمبار

خوار شپونکی خپلې رمې سره شهيد شو
او کوچی خپلې خيمې سره شهيد شو

بس يو ظلم او وحشت و قتل عام و
خو بيا هم مظلوم افغان په کې بدنام و

دوی ښې ډیرې وسلې دلته تجربه کړې
او په دې مظلوم ملت يې ازموده کړې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ورور يې وواژه د خپل ورور په لاسونو
نمونې يې کړلې وړاندې د مرګونو

زموږ په نوم وو خو زمونږه عسکر نه شول
سربازان مو ټول د نورو جنګ کې مړه شول

هغوی ښه ارام خوندي دي، کړي خوبونه
قرباني ورکوي ټول زموږ پوځونه

څوک عسکر،څوک يې پوليس، څوک اربکيان کړل
او دا ټول يې بيا د خپلو دښمنان کړل
ـــــــــــــــــــــــــــــ
اوس چې جنګ کې شول ناکام اوس وايي سوله
په همدې نامه به کړي لمنه ټوله

خو بس دلته به دا جنګ داسې روان وي
ورور به ورور سره په نه خبره وران وي

دا به موږ ته د کافر دښمن ډالۍ وي
او سوغات به د کفري ديموکراسي وي

خو که دا حالات همدغسې روان وي
نو تباه به مو زموږ ګران افغانستان وي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خو موږ ټول بايد عاقل شو او هوښيار شو
او له ګران هيواد د زړه له تله ځار شو

دښمنانو نه دا پاک وطن ازاد کړو
او پخپلو لاسو ګل وطن اباد کړو

يو په بل باندې ټاپو نه لاس په سر شو
له تورو او تهمتو نه لاس په سر شو

متحد شو همت وکړو لاس په کار شو
او د خپل ګلاب وطن د غاړې هار شو
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نو راځئ چې يرغلګرو ته ځواب شو
او پالونکي د سپېڅلي انقلاب شو

راځئ ټول يرغلګران له وطن ورک کړو
څوک چې موږ ته سپک راګوري هغوی سپک کړو

بيا به دلته امن سوله سوکالي وي
او خوشاله به د هر چا زندګي وي

خو دا هر څه په خبرو باندې نشي
تش په لاپو او په غورو باندې نشي

راځي ټول ملت ته کار وکړو بيدار شو
په اخلاص خپل ګران هيواد ته لاس په کار شو

تل دې ګران افغانستان او دا ولس وي
او دښمن دې يې مختور وي او تس نس وي

د مشفق د زړه ارمان افغانستانه!
درنه ځار شم درنه ځار افغانستانه!
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱۳۹۷/ تله/ ۱۵ يکشنبه

فضل باري مشفق

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د