نړۍ

اڅکزی: پاکستاني پښتانه دې هم د افغانستان تذکرې واخلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶تلې، ۱۳۹۷ل): پاکستان کې د ملي عوامي ګوند مشر  محمود خان اڅکزي د خپل ګوند يوې غونډې ته ويلي، چې پاکستاني پښتانه او د ده پلويان دې د پاکستاني تابعيت سربېره د افغانستان د تابعيت تذکرې هم واخلي.

اڅکزي دا هم ويلي، چې لکونو پاکستانيان د نورو هېوادونو تابعيت لري، نو پښتانه دې هم د پاکستاني تابعيت سربېره د افغانستان تابعيت هم ترلاسه کړي.

د ملي عوامي ګوند دغه ملتپال مشر هيله ښکاره کړې، چې دی هم د افغانستان پاسپورټ ترلاسه کول غواړي، خو نه يې شي کولی او پر خپلو پلويانو يې غږ کړی، چې څوک په ټاکنو کې ګډون نه کوي، بايد د افغانستان تذکرې واخلي.

ښاغلي اڅکزي تر دې وړاندې هم ويلي و، چې په خيبر پښتونخوا کې پراته افغان کډوال پر خپله خاوره اوسيږي او هېڅوک  يې د ويستلو او يا ځورولو واک نه لري، خو هغه مهال د پاکستان نورو سياسي ګوندونو د هغه څرګندونې غندلې وې او تر سختو نيوکو لاندې راغلی و.

محمود خان اڅکزي دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې تېره مياشت د پاکستان لومړي وزير عمران خان په کراچۍ کې يوې غونډې ته ويلي، چې له تېرو څلوېښتو کلونو په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته به پاکستاني شناختي کارډ او پاسپورټونه ورکړي.

د عمران په وينا دغه افغان کډوال له تېرو څلورو لسيزو راهيسې په پاکستان کې ژوند کوي، دوی سره يې روان وضعيت ظلم بللی او زياته کړې يې ده، چې دوی بايد  دلته د خپلو کورونو اخيستو او کاروبار لپاره د پاکستان شناختي کارډونه ترلاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x