
غزل/ ثاقب خپلواک
غزل/ثاقب خپلواک
اتڼونه د شپونکېو ، نغمې اوري له شپیلېو
دي سندرې د زلمېو ، بيا د سولې له کیږدېو
د طالب دا فلسفه ده ، چې زموږ سوله ګلبشره ده
پیغلې ویشي پر ژڼکېو ، بیا ګلونه د سپرلېو
ښکلی شور دی په دېرو کې ، خاموشی په هدېرو کې
ځالې جوړې کړې چوڼېو ، په حجرو کې توتکېو
اوس نه شته لوړ جهـازونه ، د چورلکو اوازونه
نه چوڼا شته د مرمېو ، او نه ځوږ د مردکېو
چي نګین د سلیمان وي، پرې ولجه د چم دېوان وي
له بلقیسو ملالېو ، له حسېنو ښاپیرېو
د سیتار غلی شهباز دي ، دلته ګونګ اواز د ساز دی
خوږ جرس دی د پاولېو ، شرنګهار دی د بنګړېو
چې ښکاري پریښی ښکار دی ، د پنځم موسم بهار دی
خوشبو اوري له غوټېو ، ستا له سرو سترګو هوسیېو
چې رڼا تیاره د شپې وړي ، لمر د ستورو جنازې وړي
د ښکلا راج د سپوږمېو ، ایل کړ زور د ترږمېو
څومره خوند کړي سوله سوله،چې پرې مینه وي را ټوله
وار ثاقبه ! د خوښېو ، کړه ټغر ټول د سلګېو