
فارياب: د طالبانو په بريد کې لس پوليس وژل شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶تلې، ۱۳۹۷ل): د فارياب ولایتي شورا وايي چې ددې ولايت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې لس تنه پوليس وژل شوي دي.
د فارياب د ولایتي شورا ريس طاهر رحماني وايي چې طالبانو تيره شپه د فارياب د پښتون کوټ ولسوالۍ په عرب اکسای سيمه کې د پوليسو په پوسته بريد کړی دی او ۱۰ پوليس يې وژلي دي.
بل لور ته د پښتون کوټ د اربکيانو د يوې پنځوس کسيزې ډلې مشر په امنيتي چارواکو نيوکه کوي او وايي چې د دولت له دومره هوايي او ځمکني ځواک سره بيا هم د دوی مرستې ته سرتيري او وسلې نه راليږل کيږي.
هغه وايي چې د عرب اکسای سيمه د فارياب له مرکز نه شاوخوا اووه کيلو متره لرې پرته ده خو حکومت له دومره وسلو، الوتکو او عسکرو سره سره بيا هم د دوی غم نه کوي.
په دې اړه تر اوسه طالبانو او د فارياب ولايتي چارواکو څه نه دي ويلي.