افغانستان

غزني: مرکز ته څېرمه طالبانواته کمانډو عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶تلې، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د غزني مرکز ته څېرمه يې په مخامخ برید کې اته کمانډو عسکر وژلي ‏دي‎. ‎

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې سرتېرو يې وړمه شپه ښار ته څېرمه په قلعه‌قاضي سیمه کې پر کمانډو عسکر برید کړی دی‎.‎

خبرپاڼه زیاتوي په برید کې د عسکرو دوه ټانګونه له منځه تللي او اته تنه يې وژل شوي دي، خو د نور مالي او ځاني زیان په ‏اړه يې معلومات نشته‎. ‎

طالبانو دا هم لیکلي، چې عسکرو د خپلو تلفاتو انتقام له ولسي خلکو اخیستی او ګڼ کورونه يې چور کړي دي‎. ‎

د غزني ځايي چارواکو په قلعه‌قاضي کې د جګړې پخلی کړی، خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي‎. ‎

یاده دې وي د غزني ښارپه څو مترۍ کې طالبان واکمن دي، چې ښار د محاصرې شکل خپل کړی دی‎. ‎

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x