
زلمي خلیلزاد د حکومت له دواړو مشرانو سره خبرې کړې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د خپلو سفرونو په لړ کې د ګډ حکومت له دواړو مشرانو سره لیدلي دي.
زلمي خلیلزاد پرون د تلې په پنځلسمه چې د امریکا د یرغل له کالیزې سره برابره ده، د حکومت له دواړو مشرانو سره خبرې کړې دي.
ارګ وايي، زلمي خلیلزاد له دوی سره د سولې په هڅو کې د دوی پر رول خبرې کړې دي.
زلمی خلیلزاد چې له اسلام اباد وروسته کابل ته راغی، خبریالانو ته وویل غواړي روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
هغه وویل له افغان چارواکو، مخورو افغانانو او همکارانو سره به وګوري، چې با ثباته افغانستان رامنځته کړي.
هغه وړاندې تر دې هم په افغانستان کې د امریکا ځانګړی استازی او په بغداد او کابل کې سفیر هم پاتې شوی دی.
خلیلزاد وویل، دی په سیمه کې بلد دی او د سولې په راوستلو کې به له خپلو تجربو کار واخلي.
زلمی خلیلزاد په داسې حال کې د سولې د ماموریت لپاره ګمارل کېږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله له طالبانو سره د سولې په مخامخ اړیکو کې ده.