افغانستان

امرخېل: افغان پوځیان قصداً ولسي وګړي په نښه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶تلې، ۱۳۹۷ل): د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل وايي افغان پوځيان په لوی لاس ملکي وګړي او ملکي تاسیسات په نښه کوي‎. ‎

هغه له شمشاد تلویزون سره په خبرو کې وویل، د ملکي وګړو په نښه کول، خطا نه ګڼل کېږي په وینا يې خطا یو ځل، دوه ځله ‏او درې ځله کېږي، خو پرلپسې دا غلطي تکرارول ښيي چې قصداً دا عمل ترسره کېږي‎.‎

امرخېل د خپلو خبرو د ثبوت په ډول وویل، تر اوسه چې ملکي تلفات اوښتي هیچا له هغه پېلوټه پوښتنه نه ده کړې، چې بمبار ‏يې کړی او نه يې هم کوم یو د رسنیو مخکې درولی دی‎. ‎

دغه پوځي کارپوه ووویل:«امریکا خو بابا ده، له هغه خو پوښتنه نه شي کېدلی» خو له افغان پوځیانو باید وپوښتل شي، چې دا ‏ولې کېږي‎. ‎

عتیق الله امرخېل وویل په ګڼو ملکي تلفاتو کې د بهرنیانو بمباري هم افغان پوځیانو پر غاړه اخیستې ده‎.‎

په وینا يې امریکا نه غواړي ځان افغان ولس ته ملامت کړي، خو د حکومت او ولس تر منځ فاصله لا پراخېږي‎. ‎

‎«‎خلک مړي په اوږو را بار کړي، د ولایت مخې ته يې کېږدي، چې کومه دي طالب، دا اوس څوک دي؟ غږ يې څوک نه اوري، ‏ځکه خلک له حکومته متنفره دي‎.»‎

دې پوځي شنونکي دا لوی جرم یاد کړ، چې عام وګړي په قصدي ډول ووژل شي، په وینا يې په نظامي قوانینو کې دا لوی جرم ‏دی چې سترګې پرې نه شي پټېدلی‎.‎

هغه په یوه بله تلویزوني مرکه کې دا هم وویل، چې امریکا دلته له هره اړخه ناکامه ده‎.‎

په وینا يې د امریکا په موجودیت کې د خوشبختۍ یو څرک هم نشته‎. ‎

دا په داسې حال کې دی چې پرون هم افغان پوځیانو د پکتیا په ګرده څېړۍ کې ۱۰ تنه عام کسان ووژل او ۲۱ نور يې ټپیان ‏کړل‎. ‎

تازه یوناما هم د جګړې ښکېل اړخونه تورن کړي، چې قصداً ملکي تاسیسات په نښه کوي‎. ‎

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x